ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ځانمرګي بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي

author avatar
3 Jan 2012 - 14:28
author avatar
3 Jan 2012 - 14:28

کندهار ښار (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ښار په ځانمرګي بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ١٦ نور، چې پوليس او ملکي وګړي دي، ټپي شوي دي.

دغه بريد نن (د مرغومي ١٣مه) شاوخوا يوه نيمه بجه د يوه موټرسايکل سپاره له خوا د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اردو بازار په ساحه کې د پوليسو پوستې ته نږدې ترسره شو.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې په دغه بريد کې څلور ماشومان او يو پوليس وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې پوليس او د شپږو ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ټپيان د ملي پوليسو د منسوبينو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

د کندهار ښار د ميرويس روغتون د جراحۍ څانګې يوه ډاکتر پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د څلورو ملکي وګړو او يوه پوليس مړي، ١٢ ملکي او درې پوليس ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق سکرتر وويل، چې د ځانمرګي بريد کوونکي موخه د ملي پوليسو منسوبين وو، خو هويت يې تر اوسه نه دى معلوم شوى.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى دغه ځانمرګى بريد د عصمت الله په نوم د سرحدي پوليسو پر يوه قوماندان، چې پلې ګزمه يې کوله، ترسره کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې زيات شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د قوماندان عصمت د برخليک په اړه يې، چې د بريد اصلي موخه و، کره معلومات وړاندې نه کړل.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.