اسلام اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): د پاکستان د طالبانو د تحريک وسله والو د پاکستان د اېف سي په نوم ١٥ ملېشه سرتېري، له تښتولو وروسته وژلي دي.
د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، ويلي، چې دغه کسان دوه اونۍ مخکې د دېره اسماعيل له ټانک سيمې څخه تښتول شوي وو.
سرچينې زياته کړه، چې د دغو کسانو مړي نن سهار د اورکزو او شمالي وزيرستان تر منځ د پلان خېلو په نوم په يوه غرنيزه سيمه کې موندل شوي دي.
دغې امنيتي سرچينې ويلي، چې دغه کسان په د مرمۍ پر ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.
بل لوري ته د د طالبانو د تحريک وياند وياند احسان الله احسان د دغو کسانو د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
نوموړي ځينو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه سرتېري يې په خيبر ايجنسۍ کې د طالبانو پر ضد د روانو عملياتو په غبرګون کې وژلي دي.
د يادونې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د خيبر پښتونخوا ايالت په ټانک سيمه کې وسله والو طالبانو د اېف سي ملېشو پر يوه نظامي مرکز بريد کړى و، يو يې و واژه او ١٥ يې له ځان سره ژوندي بيولي وو.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې پاکستاني او افغاني طالبانو يو ګډ کمېسيون جوړ کړى او پرېکړه يې کړې، چې په پاکستاني سرتېرو به بريدونه نه کوي.
خو د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله دغه خبره رد کړې او ګواښ يې کړى، چې دوى به په راتلونکي کې هم دغه ډول بريدونو ته ادامه ورکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن