شبرغان (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د جوزجان ولايت د استيناف څارنوالۍ دوه کار کوونکي، د رشوت اخيستلو پر مهال لاس پر لاس ونيول شول.
د جوزجان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د عامه نظم امر محمد اکبر او د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د رياست د عامه امنيت څارنوال محمد، د٢٠زره افغانيو رشوت اخيستو پر مهال لاس پر لاس ونيو ل شول.
سرچينې زياته کړه، چې دغه دوه کار کوونکي د شبرغان ښار د کينت کلي له ملک څخه، چې په يوه پېښه کې د يوه چا ضامن شوى و، ٥٠زره افغانۍ غوښتې وې.
دغه ملک و ويل، هغه سړى يې څارنوالۍ ته حاضر کړى، چې ده يې ضمانت کړى او خپل ضمانت يې بېرته اخيستى دى.
د ملي امنيت د رياست دغه کار کوونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته و ويل، له هغه وروسته، چې ملک د ٥٠زره افغانيو د رشوت موضوع له دوى سره شريکه کړه، اقدام يې وکړ او د څارنوالۍ دغه دوه کار کوونکي يې لاس پر لاس د بډې اخيستنې پر مهال ونيول.
د جوزجان د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالحبیب دستګیرزاده پژواک ته و ويل، چې د ملي امنيت رياست له دوى سره په تفاهم د دغو دوو کار کوونکو پر نيولو لاس پورې کړ.
هغه زياته کړه، دغه دوه کار کوونکي هغه وخت ونيول شول، چې پيسې د هغوى پر مېز پرتې وې.
دستگیرزاده زياته کړه، چې که د تحقيق په جريان کې دغه دوه تنه مجرم وپېژندل شي، د اداري فساد او رشوت محکمې ته به ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان والي محمد عالم ساعي څه موده وړاندې د دغه ولايت په امنيتي غونډه کې د څارنوالۍ په ګډون د دغه ولايت په ځينو ادارو کې د فساد له شتون څخه يادونه کړې وه.
د جوزجان د څارنوالۍ دغه دوه کار کوونکي په داسې حال کې د رشوت په تور نيول کېږي، چې لس ورځې وړاندې هم د دغه ولايت د پوهنې رياست او د ښوونکو د روزنې موسسې دوه کار کوونکي د بډې اخيستنې په تور نيول شوي وو.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن