جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د ننګرهار د غني خېلو ولسوال وايي، چې د ايساف په هوايي بريد کې دوه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د مشنګې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ايساف هوايي ځواک په دې سيمه کې دوه ماين خښوونکي په نښه کړي وو او بيا يې ويشتلي دي.
د نوموړي په وينا، له دغه بريد وروسته افغان او ايساف ځواکونو په سيمه کې ځمکني عمليات هم ترسره کړل او ځاى پر ځاى شوي ماينونه يې له منځه يوړل.
ولسوال وايي، چې د وژل شوو ماين خښوونکو مړي ولسوالۍ ته لېږدول شوي، د يوه له جيب څخه پاکستانى تذکره (شناخت کارت) موندل شوى او کاشف نومېږي، خو بل يې نه دى پېژندل شوى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم په غني خېلو ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي وو.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن