ښرنه (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ جګړه د درېيو وسله والو، ٣ پوليسو او څلورو ملکي وګړو تر وژل کېدو او دوو پوليسو په ټپي کېدو مازيګر درې نيمې بجې پاى ته ورسېده.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې درې وسله وال کسان، چې د ملي اردو جامې يې اغوستې وې، د دې ولايت د مخابراتو رياست ودانۍ ته ننوتل.
د مخابراتو ودانۍ د پکتيکا د ملي امنيت ودانۍ سره جوخته او د ولايت ودانۍ په ٥٠ مترۍ کې موقعيت لري.
د ځدراڼ په وينا، وسله والو چې يو کلاشينکوف، يو راکټ او يوه پيکا له ځان سره لرله، ودانۍ ته له ننوتو مخکې درې پوليس په ډزو ووژل.
د امنيه قوماندان په وينا، امنيتي ځواکونو وسله والو ته پر نورو دولتي ودانيو د بريد موکه ورنه کړه او د مازيګر شاوخوا درې نيمې بجې يې ټول وسله وال له منځه يوړل.
هغه وويل چې په جګړه کې درې وسله وال، درې پوليس او څلور ملکي دولتي کارکوونکي ووژل او ٢ پوليس تپيان شول.
د پکتيکا د ملکي روغتون يوه ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې تر اوسه پورې دوی ته د درېيو پوليسو مړي او ٤ ټپيان، چې يو پوليس او درې ملکي کسان په کې شامل دي، روغتون ته وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
Visits: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن