ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دماين چاودنو کې پنځو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
12 Jan 2012 - 11:42
author avatar
12 Jan 2012 - 11:42

کندهار (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د کندهار په دوو ولسواليو کې د سړک د غاړې د ماين چاودنو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د مرغومي په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د کندهار په شاوليکوټ او تخته پُل ولسواليو کې پر ملکي وګړيو د سړک د غاړې د ماين چاودنې شوي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.

د هغه په وينا، لومړۍ چاودنه تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې د کندهار ولايت شمال ختيځ ته، د شاوليکوټ د ماڼو او کُندلانو په کلي کې شوې، چې له امله يې دوه ملکي وګړي ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

نوموړي وويل، چې دغه ملکي وګړي په يوه موټر کې سپاره وو، چې د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه پرې وشوه.

ايوبي وايي، چې دويمه چاودنه په تخته پُل ولسوالۍ د ملکي وګړو پر يوه تراکتور شوې، چې يواځې چلوونکى يې په کې ټپي شوى دى.

د ده په خبره، پر عامه لارو او سړکونو تل وسلوال مخالفين ماينونه ځاى پر ځاى کوي، چې ډېره مرګ ژوبله په کې ملکي وګړيو ته رسېږي.

د يوه بل خبر له مخې، ملي پوليسو او ملي اردو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي، چې پر مهال يې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ٨ وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي دي.

زلمى ايوبي په دې اړه وويل، چې دغه کسان د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې هغه مهال ونيول شول، چې د ګډو امنيتي ځواکونو پر کتار يې د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه همدغه کلي ته د دوو شکمنو کسانو د نيولو لپاره تللي وو، چې د بېرته راتلو پر مهال د وسلوالو له کمين سره مخ شول او تر لنډې نښتې وروسته اته واړه وسلوال له کلاشينکوفونو، تومانچو او يو ميل پيکا سره ونيول شول.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د زنګ اباد سيمې د شهيدانو په کلي دوه تنه شکمن د ٤ کړۍ پرسونل ضد ماينونو، ٢ بوريو چاودېدونکو توکو، ١ بورۍ امونيم نايټريټ او ٦٠ متره د چاودنې ورکولو له لين سره يو ځاى نيول شوي دي.

دى وايي، دغه راز په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا د اخترمحمد په نوم يو وسلوال مخالف، چې ترهګريز بريدونه يې کول، د نلغام په کلي کې نيول شوى دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.