ترينکوټ (پژواک ۲٢ مرغومی ٩٠): د اروزګان ولايتي شورا او ځينو قومي مشرانو پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې د بيارغونې او امنيت په برخه کې خپلې ژمنې نه پلې کوي.
دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې، چې تېره ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار د ولايتي شورا په دفتر کې جوړه شوې وه او په دې غونډه کې شاوخوا ٣٠٠ کسانو برخه اخيستې وه.
د دغه ولايت پخوانى سناتور او قومي مشر محمدحنيف حنيفي غونډې ته په خپلې وينا کې وويل، چې د دغه ولايت چارواکي په خپلو کې سره يووالى نه لري، چې له امله يې د خلکو ستونزې زياتې شوې دي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د خلکو ستونزې هوارې کړي، څو د دولت او خلکو تر منځ شته واټن له منځه ولاړ شي.
د ياد ولايت يو بل قومي مشر حاجي ميراخان وويل،د دغه ولايت په سرکې بايد داسې څوک وګومارل شي، چې د خلکو رښتينى خدمتګار و اوسي.
نوموړى وايي، چې د دغه ولايت د خلکو ستونزې ډېرې دي، د دې پر ځاى چې هوارې شي، نورې يې هم ستونزې پسې زياتېږي، خو ده دغه ستونزې په ډاګه نه کړې.
د مولوي لعل محمد په نوم د دغه ولايت يوه ديني عالم بيا وويل، چې دولتي چارواکي تل د بيارغونې او ستونزو هوارولو په برخه کې ژمنې کوي، خو تر اوسه يې په عمل کې هېڅ کار نه دى کړى.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم ورته نظر درلود او ويل يې، چې دولت په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې د خلکو د ستونزو او بيارغونې په برخه کې د کار کولو لپاره يې له دولتي چارواکو سره ليدلي، هغوى ژمنې کړې، خو عملي کار يې تر اوسه نه دى کړى.
د دې غونډې په پاى کې يو شپږ ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو، چې په کې په دغه ولايت کې د اداري اصلاحاتو رامنځته کولو او د ولايت په سر کې د يوه داسې کس پر دندې د ګومارلو غوښتنه شوې، څو په سمه توګه د خلکو خدمت وکړي.
د اروزګان ولايت اجرائيه رييس عبدالرحمن خان وايي، چې ټول خلک د بيان د ازادۍ او د خپلو ستونزو د راپورته کولو حق لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د اروزګان ولايتي ادارې تر ډېره بريده هڅه کړې، چې د خلکو ستونزې هوارې او د بيارغونې کارونه هم ترسره کړي.
خو نوموړى وايي، چې دولت د دغه ولايت لپاره ډېره کمه بوديجه ځانګړې کړې، چې له امله يې دوى نه شي کولاى، د خلکو ټولې ستونزې هوارې کړي.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن