ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله څلور تنه ووژل شول

author avatar
13 Jan 2012 - 10:21
author avatar
13 Jan 2012 - 10:21

اسلام اباد (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٠): په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه تازه بريدکې څلور تنه ووژل شول.

  دغه بريد تېر ماښام د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه په ٤٥ کيلومترۍ کې د دته خېل اړوند د نيو اډې پر سيمه شوى دى .

 په ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه دولتي چارواکي پژواک خبري اژانس ته د دغه بريد د پخلي ترڅنګ وويل چې په بريد کې يو پيک اپ ډوله موټر په نښه شوى ، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.

د محمد رسول په نامه يوه ځايي خبريال پژواک ته وويل چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريد کې، چې د سپرلۍ پر يوه موټر تر سره شو، څلور تنه ووژل شول او دوه نور، چې په همدې موټر کې و، ټپيان شول.

د ملک  ممتاز په نامه يو بل ځايي خبريال پژواک ته وويل چې په نښه کړل شوي کسان په بشپړ ډول سوځېدلي او دا نه ده معلومه، چې دغه کسان ملکي وګړي دي او که وسلوال.

د ده په وينا، په نښه کړل شوى موټر په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى .

د نيو اډې پرسيمه له شوي بريد يوه ورځ مخکې هم امريکايي بيلوټه الوتکو ميرانشاه ته څېرمه يو کور په نښه کړ، چې په پايله کې يې څلور وسلوال ووژل شول.

پرقبايلي سيمو د امريکايي بيلوټه الوتکو دغه دوه وروستي بريدونه له نږدې دوه مياشتني ځنډ وروسته ترسره شول.

دغو بې پيلوټه امريکايي الوتکو وروستى بريد د روان لمريز کال د لړم په ٢٦مه کړى و، خو د ليندۍ په پنځمه، وروسته له هغه چې ايساف ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوستو بريد وکړ، دغه لړۍ بنده شوې وه.

په دغه بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شوي وو.

د ايساف له دغه بريد وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې خرابې شوې او پاکستان له خپلې خاورې ناټو ته هر ډول اکمالات بند کړل.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.