ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
14 Jan 2012 - 16:58
author avatar
14 Jan 2012 - 16:58

فيض اباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د بدخشان ولايت د ودانۍ د انګړ دېوال او يو ښاري سړک نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

 د بدخشان والي شاه ولي الله اديب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک د ٦٨٠ مترو په اوږدوالي او ٧ متره سور په درلودو سره په يوه مياشت کې بشپړ  او نن (د مرغومي ٢٤مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د هغه په وينا، دغه سړک د فيض اباد ښار په ښار کې دى او د لنده بل پر مهال يې د خلکو ستونزه هواره کړې ده.

 د فيض اباد ښار يو هټۍ وال عبدالخالق پژواک ته وويل: ((د اورښت پر مهال به مدام دغه سړک خټه کېده او خلکو به په اسانتيا تګ راتګ نه شو کولاى.))

 نوموړي زياته کړه، چې اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

 په ورته وخت کې د بدخشان والي له پژواک سره په مرکه کې د ولايت د ودانۍ د انګړ د دېوال د کار بشپړېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغه دېوال د ٦٨٠ مترو په اوږدوالي او ٢٤٠ سانتى مترو په لوړوالي جوړ شوى دى.

 شاه ولي اديب څرګنده کړه، چې د دغه دېوال د جوړولو کار شپږ مياشتې وخت اخيستى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې د يادو دواړو پروژو ټوليز لګښت ٥٨٥ زره ډالره  د امريکا د پوځ  د انجنيري څانګې له خوا ورکړل شوى دى.

 سرچينې وويل، چې په دې موده کې  په نوموړو پروژو  کې د ٥٤٠٠ کسانو لپاره  د کار کولو زمينه هم برابره شوې وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.