ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

په جلال اباد کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

author avatar
15 Jan 2012 - 16:41
په جلال اباد کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو
author avatar
15 Jan 2012 - 16:41

جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): په جلال اباد ښار کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو.

 دغه نندارتون چې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې له خوا جوړ شوی او نن پرانيستل شو، په کې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو د نساجي جوړوونکو فابريکو له خوا د غاړې دسمالونه، پټوګان، ښځينه او نارينه دسمالونه او نور ډول ډول نخي توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.

 د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې اجرايوي مدير انجنير محمدقاسم يوسفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نندارتون له جوړولو يې موخه هېوادنيو توليداتوته د بازار موندنه او خلکو ته معلومات ورکول وو.

 هغه زياته کړه، چې نندارتون ته يې له ختيځ سربېره له کابل څخه هم يو شمېر سوداګر راغوښتي وو، تر څو هغوى وکولاى شي د بهر پر ځاى کورني توليدات ترلاسه کړي.

 په ختيځو ولايتونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوال پرمختيايي پروګرام د ايډيا نيو څانګې د خصوصي سکتور مسوول صفي الله پژواک ته وويل، چې په ننګرهار کې يې د دوه سوه زره ډالرو په ارزښت د نساجي د پروسس کولو د يوې سترې د ستګاه په کډون له شپاړس فابريکو سره د ماشينونو مرسته کړې ده.

 د نساجي توليدوونکو، چې په نندارتون يې خپل توليدات وړاندې کړي وو، له خپل کار څخه رضايت وښوداو ويل يې، چې د ايډيا نيو له لوري ورسره په تخنيکي برخه کې د پام وړ مرستې شوې دي.

 د حبيب الله په نوم د يوې فابريکې مسوول پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د کار پر وړاندې ستر خنډ د برېښنا نشتوالى دى.

د هغه په وينا، که چېرې دوى ته د برېښنا اسانتيا برابره او له بهره د دغو توکو په وارداتو بنديز ولګول شي، نو دوى به ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه او په خپلو پښو به ودرېږي.

 د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، چې په ننګرهار کې ټولې اته ويشت وړې او غټې فابريکې شتون لري، چې په وينا يې، له ډلې يې ځينې د برېښنا د نشتوالي او نورو لاملونه له امله په ټپه ولاړې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.