ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غورځېدلې چورلکه کې درې ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
16 Jan 2012 - 12:51
author avatar
16 Jan 2012 - 12:51

کابل ( پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠ ) : د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې ديوې ملکي چورلکې د غورځېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.

دا چورلکه نن د مرغومي په ٢٦مه، له غرمې مخکې په يوولسو بجو د ناد علي ولسوالۍ د شاول سيمې د بولدک په سيمه کې وغورځېده.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر دا پېښه تاييدوي، خو زياتوي چې دا چورلکه نظامي نه، بلکې ملکي وه او سيمې ته يې اکمالات کول.

خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عمر جان پژواک خبري اژانس ته وويل په دې چورلکه کې تخنيکي ستونزه پيدا شوې او کله چې غوښتل يې بيړنۍ ناسته وکړي، نو اور پرې ولګېد او وغورځېده.

سرچينه زياتوي چې په دې روسۍ ډوله چورلکه کې ، چې يوې امريکايۍ کمپنۍ په کرايه نيولې وه، درې ملکي وګړي وژل شوي، خو دا نه ده په ډاګه شوې، چې دغه خلک د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

د هلمند دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال کمال الدين شېرزي د پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې پوليس او د ملي اردو سرتېري سيمې ته رسېدلي او سيمه يې کلا بنده کړې ده.

نوموړي هم دغه پېښه د تخنيکي ستونزو له امله وبلله، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې دا چورلکه دوى ويشتلې او پکې ناست ټول سرتېري وژل شوي دي.

 

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.