ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانديد وزيرانو برابر شوى نوملړ به ډير ژر ولسي جرګې ته واستول شي

د کانديد وزيرانو برابر شوى نوملړ به ډير ژر ولسي جرګې ته واستول شي

author avatar
18 Jan 2012 - 13:08
د کانديد وزيرانو برابر شوى نوملړ به ډير ژر ولسي جرګې ته واستول شي
author avatar
18 Jan 2012 - 13:08

کابل (پژواک ٢٨ مرغومى٩٠): د پاتې وزارتونو لپاره د کانديد وزيرانو نوملړ برابر شوى او په نوملړ کې شامل کسان به د ولسي جرګې د اداري پلاوي تر ټاکنو وروسته،دې جرګې ته د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه معرفي شي.

په پارلماني چارو کې د دولت مرستيال وزير کريم باز نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه نوملړ کې ځينې سرپرست وزيران او ځينې نوې څېرې شاملې دي.

ده په دې اړه نور معلومات ورکول له وخته مخکې وبلل.

دغه مهال د اوبو او برېښنا، ښځو چارو، عامې روغتيا، ښاري پراختيا، ترانسپورټ او هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د لوړو زده کړو وزارتونه د سرپرست وزيرانو له خوا اداره کېږي.

د دغو وزراتونو سرپرستان وروسته له هغه چې حامد کرزى د دويم ځل لپاره په ١٣٨٨کال کې ولسمشر وټاکل شو، ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو په توګه ور وپېژندل شول، خو د باور رايه يې ترلاسه نه کړه او تر اوسه د سرپرستانو په توګه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د ١٣٨٨کال د مرغومي په پنځمه يو قانون تصويب کړ، چې له مخې يې د وزارت د سرپرستۍ موده يوه مياشت ټاکل شوې او هغه وزير چې ولسي جرګې ترې د باور رايه اخيستې وي، د سرپرست وزير په توګه دنده نه شي ترسره کولاى.

حکومت په تېرو کلونو کې څو ځلې ژمنه وکړه، چې د يادو وزارتونو لپاره کانديد وزيران به جرګې ته د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر هغه چې زه معلومات لرم، په همدغه اړه نن په ارګ کې غونډه روانه ده، چې د وزيرانو لپاره لست جوړ او د باور رايي اخيستنې په موخه يې ولسي جرګې ته معرفي کړي.))

د ده په وينا، حکومت له ولسي جرګې سره ژمنه کړې، چې د دې جرګې د ژمنيو رخصتيو تر پاى ته رسېدو او د اداري پلاوي تر ټاکنو وروسته به د يادو وزارتونو لپاره کانديد وزيران د باور رايې اخيستنې په موخه دې جرګې ته وروپېژني.

د ليندۍ په ١٥مه د ملي شورا پيل شوې ژمنۍ رخصتي د سلواغې په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او د ملي شورا د شپاړسمې دورې دوهم کال پيلېږي.

د اساسي قانون له ١٠٧مې مادې سره سم، ملي شورا په هر كال كې دوې عادي غونډې دايروي او د ملي شورا د دواړو جرګو د غونډو د كار موده په هر كال كې نه مياشتې ده.

د دغه قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنيني دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي، خو دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه د يوكال لپاره انتخابوي. دغه اشخاص د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري هيئت جوړوي.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال خالد پښتون وايي، ولسي جرګه په پام کې لري، چې د سلواغې په لومړۍ نېټه کار پيل کړي او د اداري پلاوي تر ټاکنو وروسته پر بوديجه او د ټاکنو پر قانون بحث وکړي.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د ټاکنو په قانون کې ځينې ستونزې شته او تعديل ته اړتيا لري.

دى وايي، ځکه اوس د دغه قانون په اړه بحث کوي، چې د اساسي قانون د ١٠٩مې مادې له مخې د تقنينيه دورې په وروستي يو كال كې د ټاکنو د قانون د بدلېدو وړانديز د ملي شورا د كار په لست كې نه شي نيول كېداى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.