ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محمودراقي-جبل السراج د سړک جوړېدو قراردادي په درغلۍ تورن شو

د محمودراقي-جبل السراج د سړک جوړېدو قراردادي په درغلۍ تورن شو

author avatar
19 Jan 2012 - 13:29
د محمودراقي-جبل السراج د سړک جوړېدو قراردادي په درغلۍ تورن شو
author avatar
19 Jan 2012 - 13:29

محمودراقي (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د کاپيسا يو شمېر چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې دکاپيسا له مرکز څخه تر جبل السراج پورې د جوړېدونکي سړک په چارو کې قراردادي درغلي کوي او کارونه يې ډېر ټکني شوي دي.

د ياد سړک قرارداد تر دوو کلونو پورې، د روان لمريز کال په وري مياشت کې شوى و، خو د خلکو په وينا، تر اوسه يې درېيمه برخه کار هم نه دى بشپړ شوى.

د کاپيسا د مرکز محمودراقي اوسېدونکى جان اغا پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد سړک کارونه ډېر ټکني روان دي او ګومان نه کوي، چې پر وخت به يې سر ته ورسوي.

نوموړي وويل، چې د دغه سړک چارې معياري نه دي او په ساړه ژمي کې ورته پلونه او پلچکونه جوړيږي.

ده زياته کړه: ((جوړېدونکى شرکت د سړک د جوړېدو لپاره منل شوي معيارونه په پام کې نه نيسي او په زاړه قير د پاسه نور قير اچوي.))

د کاپيسا د اړوکو د سيمې اوسېدونکى او د البيروني پوهنتون محصل وايي، چې دى هره ورځ پر دغه سړک تګ راتګ کوي، خو کارونه يې ډېر سست روان دي.

د هغه په خبره، يواځې د سړک له دواړو غاړو څخه يو نيم ځاى خاوره وېستل شوې او تر اوسه هماغه زوړ قير پر ځاى پاتې دى.

ده وويل، چې پر ياد سړک بايد له يو متر کيندلو او بېرته ډکولو وروسته قير اچول شوى واى، خو اوس دغسې نه دى شوى.

د کاپيسا د مرکز اړوند د ده باباعلي سيمې يوه دوکاندار محمدطاووس پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سړک ډېر مهم دى او بايد په اساسي او ښه ډول سره جوړ شي.

نوموړي زياته کړه: ((په موټرو کې خاورې راوړل شوي او د سړک پر غاړو اچول شوي، دا غټه پروژه ده او جبل السراج له سروبي سره نښلوي، اوس خو يو څو کسه ليدل کېږي، چې بېلچې په لاس کې ورسره دي او نور څه نشته.))

د کاپيسا د ولايتي شورا رييس محمدحسين سنجي پژواک اژانس ته وويل :((د هېوادوال شرکت يو ناکام شرکت دى او نه شي کولاى، د دغه سړک چارې په ښه ډول پر مخ يوسي.))

نوموړي وويل، چې د اصولو له مخې، د پلونو او پلچکونو د جوړولو کار بايد په اوړي کې ترسره شي، خو ياد شرکت يې په ژمي کې کوي.

دى وايي: ((د سړک کار په ډېر ټيټ کيفيت سره روان دى او تر اوسه يې ډېر کم کار کړى دى، دغه يو مهم سړک دى او په کار ده، چې يو ښه شرکت ته ورکړل شي.))

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک د قرارداد په وخت کې هغه نه وو، خو اوس يې د شرکت مسوولين څو ځلې راغوښتي او د کار د چټکتيا غوښتنه يې ترې کړې ده.

د هغه په وينا، هڅه به وکړي، چې د ياد سړک کارونه په ښه کيفيت سره ترسره شي او د شرکت له کارکوونکو سره به هم بيا بيا وګوري.

نوموړي وويل، چې پر سړک دغه مهال کار روان دى، خو که کومې نيمګړتياوې په کې وې، دى به يې د سمولو هڅه وکړي.

د هېوادوال شرکت مرستيال پښتونيار ساپي د خلکو يادې ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه، چې دوى د خپل منظم پلان له مخې خپل کارونه پر مخ بيايي.

نوموړي وويل، چې دوى د پلان له مخې لومړى د سړک دواړه غاړې جوړوي او له هغه وروسته قير اچونه پيلوي.

پښتونيار زياته کړه: ((له موږ سره د فوايد عامې وزارت مسلکي کسان شته او هغوى زموږ د کارونو څارنه کوي او موږ پر خپل سر هېڅ کار نه کوو.))

د محمودراقي او جبل السراج پر سړک باندې د روان کال په لومړيو کې کار پيل شو او په لومړي قرارداد کې ٥١ کيلومتره سړک وو، چې ٢٥ ميليونه ډالر يې قرارداد شوى و، خو پښتونيار وايي، چې دوى ته د حجم له مخې پيسې ورکول کېږي او اوس به دوى دغه سړک تر ٢٢ کيلومترو پخوي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال ډاکتر احمدشاه وحيد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د بوديجې له کمښت سره مخ شوي او له همدې امله د سړک د جوړونې چارې ټکنۍ شوې دي.

د هغه په وينا، په راتلونکي کال کې به دا ستونزه هواره شي او د سړک د جوړېدو چارې به هم ګړندۍ شي.

نوموړي وويل، چې بله ستونزه د جوړېدونکي سړک پر سر د خلکو د دوکانونه او کرنيزې ځمکې دي، چې تر اوسه يې د استملاک چارې نه دې بشپړې شوې.

د ډاکتر احمدشاه په خبره، په اوس وخت کې د پلونو او پلچکونو جوړېدل د اندېښنې وړ خبره نه ده او دوى د ځانګړو کيمياوي موادو په ترکيب سره دغه چاره ترسره کوي، چې د ژمي هوا پرې بده اغېزه نه کوي.

د ده په وينا، چې د دوى له خوا ګومارل شوې يوه ډله د دغه سړک څارنه کوي او ټولې چارې يې د قرارداد له شرايطو سره په مطابقت کې روانې دي.

د يادونې ده، چې د سړک د قرارداد په وخت کې د کاپيسا پخواني سرپرست والي، د ولايتي شورا غړيو او د فوايد عامې رياست چارواکو نيوکه کوله، چې له دوى څخه په دې برخه کې هېڅ پوښتنه نه ده شوې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.