لښکرګاه (پژواک ٢٩ مرغومي ٩٠): چارواکي وايي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د يوې نښتې په ترڅ كې دوه پوليس او د يو قوماندان په ګډون ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ۲۹ مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاخوا پنځه بجې د نوزاد ولسوالۍ د جازي په سيمه كې رامنځ ته شوه.
د ده په وينا، په دې سيمه كې لومړى وسلوالو طالبانو د ګل اغا په نوم د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ او د پوليسو په ځوابي بريد کې د عبدالباقي په نوم د طالبانو يو قوماندان او ١١ کسان يې ووژل شول.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه كې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي، چې د سيمې نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
احمدي زياته کړه، چې نښته د ورځې تر ١١ بجو پورې روانه وه، خو اوس ( يوه بجه) سيمه د افغان ځواکونو په ولکه کې ده او نور وسلوال تښتېدلي دي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چي په دې پېښه کې طالبانو ته زيان نه دى اوښتى او دوه پوليس په کې وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د دې ولايت په كجكي او نادعلي ولسواليوكې په بېلابېلو امنيتي پېښوكې ۴۰ تنو دولتي او ملكي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن