ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه پوليس او ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول

دوه پوليس او ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
19 Jan 2012 - 14:01
دوه پوليس او ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
19 Jan 2012 - 14:01

لښکرګاه (پژواک ٢٩ مرغومي ٩٠): چارواکي وايي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ كې د يوې نښتې په ترڅ كې دوه پوليس او د يو قوماندان په ګډون ۱۲ وسلوال طالبان ووژل شول.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ۲۹ مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاخوا پنځه بجې د نوزاد ولسوالۍ د جازي په سيمه كې رامنځ ته شوه.

د ده په وينا، په دې سيمه كې لومړى وسلوالو طالبانو د ګل اغا په نوم د پوليسو پر يوې امنيتي  پوستې  بريد وكړ  او د پوليسو په ځوابي بريد کې د عبدالباقي په  نوم د طالبانو يو قوماندان او ١١ کسان يې ووژل شول.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه كې دوه  پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي، چې د سيمې نږدې روغتون ته وړل شوي دي.

احمدي زياته کړه، چې نښته د ورځې تر ١١ بجو پورې روانه وه، خو اوس ( يوه بجه) سيمه د افغان ځواکونو په ولکه کې ده او نور وسلوال تښتېدلي دي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چي په دې پېښه کې طالبانو ته زيان نه دى اوښتى او دوه پوليس په کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ  هم د دې ولايت په كجكي او نادعلي ولسواليوكې په بېلابېلو امنيتي پېښوكې ۴۰ تنو دولتي او ملكي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.