ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د موزيم تاريخي اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي

د خوست د موزيم تاريخي اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
19 Jan 2012 - 11:17
د خوست د موزيم تاريخي اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
19 Jan 2012 - 11:17

خوست ښار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د خوست د موزيم چارواکي وايي، چې د موزيم لپاره د ودانۍ او د تاريخي اثارو لپاره د مناسب ځاى د نه شتون له امله تاريخي اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم مسوول حبيب محمد مندوزي پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په سلګونو تاريخي اثار يې د ودانۍ د نه شتون له امله په يوه کوچنۍ خونه کې ځاى پرځاى کړي او ډېر ژر يې د خرابېدو امکان شته.

دغه موزيم اته کاله وړاندې د خوست ښار لوېديځ ته د خواجه متون غونډۍ په لمن کې د ولايتي ادارې له لوري جوړ شوى، چې ګڼ شمېر تاريخي توکي په کې اېښودل شوي دي.

د موزيم د مسوول په وينا، چې په موزيم کې دغه مهال څه د پاسه درې سوه پنځوس بېلابېل لرغوني اثار شتون لري، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ودانۍ په يوه کوچنۍ خونه کې په زړو الماريو کې په غير فني ډول اېښودل شوي دي.

نوموړي وويل، چې په ياد موزيم کې داسې اثار هم شته، چې زرګونه کاله لرغونتوب لري او د يو شمېر اثارو لرغونتوب د يما پاچا تر زمانې پورې رسېږي.

هغه زياته کړه: ((په دغه موزيم کې د يوه لوی حيوان يو غاښ هم موجود دی او شاوخوا پنځه کيلوګرامه وزن لري، چې د خوست مرکز اړوند د کونډيو په سيمه کې د کيندنو په پايله کې ترلاسه شوى دی.))

حبيب مندوزى وايي، چې که د يادو لرغونو اثارو د ساتلو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت او مرستندويه ټولنې ځانګړې ودانۍ جوړه نه کړي او يا د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره ځانګړي مامورين ونه روزي، ډېر ژر به دغه اثار خراب او يا ورک شي.

نوموړي وويل، چې د دغه موزيم د ساتنې لپاره امنيتي امکانات هم په پام کې نه دي نيول شوي.

د ده په وينا، که د موزيم امنيت خوندي نه شي، کېداى شي، شته اثار لوټ او يا له منځه ولاړ شي.

د خوست په موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي اثارو ته هره ورځ يو شمېر خلک د ليدو په موخه ورځي او د تاريخي اثارو په اړه د موزيم له مدير څخه معلومات اوري.

د خوست د علشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي بخت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست په موزيم کې ډېر تاريخي اثار شته، چې په ليدلو ارزي.

نوموړی دا هم وايي، چې د ځای د تنګوالي له امله په کې يو شمېر توکي پر يو بل د پاسه اېښودل شوي، چې ښايي ډېر ژر خراب شي.

ده وويل، د دې لپاره، چې د خوست موزيم له منځه ولاړ نه شي او نندارچيان يې زيات شي، بايد مرستندويه ټولنې او افغان دولت يې د ودانۍ د جوړېدو غم وخوري.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت پژواک اژانس ته ومنله، چې موزيم يې د دغه رياست په يوه وړه خونه کې په غير منظم ډول جوړ شوى دى.

نوموړى زياتوي، چې په دې اړه يې له اړوند وزارت سره خبرې کړې او تمه لري، چې ډېر ژر به د خوست موزيم له يوې ښې او اساسي ودانۍ څخه برخمن شي.

د يادونې ده، چې د خوست په موزيم کې پر يو شمېر تاريخي اثارو دقيقه څېړنه نه ده شوې، چې څومره لرغونتوب او د کومې زمانې اړوند دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.