ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې د ايساف يو سرتېرى ووژل شو

author avatar
19 Jan 2012 - 11:46
author avatar
19 Jan 2012 - 11:46

کابل ( پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠ ) : د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف ) دافغانستان په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې دغه سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شوي  سرتېري او د پېښې کره ځاى نه دى ياد شوى، خو بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧ تنو ته وسېده ، چې ١٤ يې امريکايان دي.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.