ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې يو طالب قوماندان ووژل شو

په ننګرهار کې يو طالب قوماندان ووژل شو

author avatar
20 Jan 2012 - 14:37
په ننګرهار کې يو طالب قوماندان ووژل شو
author avatar
20 Jan 2012 - 14:37

جلال اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٠): ايساف وايي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې يو طالب قوماندان د هغه له دوو ملګرو سره وژلى دى.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي چې دغه قوماندان خطاب ګُل نومېده.

سرچينه وايي چې د دې عملياتو په لړ کې، يو شمېر وسله والو کسانو په يوه ودانۍ کې سنګر نيولى وو او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو ډزې کولې. امنيتي ځواکونو د دې ګواښ پر وړاندې په ځوابي بريد لاس پورې کړ، چې له امله يې خطاب ګل او د هغه دوه ملګري ووژل شول.

د سرچينې په وينا، خطاب ګل په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د يوه موټر له لارې د ځانمرګي بريد مسوول و. همدارنګه نوموړي د سړک غاړې ماينونه جوړول، وسله وال بريدونه يې سمبالول او په دې ولايت کې يې وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات چمتو کول.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امنيتي ځواکونو د دې عملياتو په لړ کې څو ميله وسله هم ترلاسه کړې ده.

د ننګرهار د ولايتي شورا پخواني غړي ملاجان شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات نن سهار (د مرغومي ٣٠مه) د سهار څلورو بجو په شاوخوا کې د اچين ولسوالۍ د باندر په سيمه کې، چې د پاکستان له تېرا سيمې سره ګډه پوله لري، د ايساف له خوا ترسره شول.

نوموړى، چې د اچين ولسوالۍ د علي شېرخېل قوم مشر هم دى، زياته يې کړه، چې په دې عملياتو کې د دې قوم درې اړوند کسان وژل شوي دي.

د دې قومي مشر په وينا، هغوى په دې نه پوهېدل، چې وژل شويو کسانو له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې.

شينواري زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په همدې سيمه کې د يوه قومي مشر زيارت ګل کور تالاشي کړ؛ خو کوم څه يې ترلاسه نه کړل او څوک يې نيولي هم نه دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.