ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې په زابل کې هم لارې بندې کړې دي

واورې په زابل کې هم لارې بندې کړې دي

author avatar
22 Jan 2012 - 14:53
واورې په زابل کې هم لارې بندې کړې دي
author avatar
22 Jan 2012 - 14:53

کلات (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د زابل چارواکي وايي، چې د تېرې ورځې له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د واورې اورښت پيل شوى، چې له امله يې د مرکز او ولسواليو تر منځ غځېدلې لويې لارې تړلې دي.

د دغه ولايت د والي وياند شريف ناصري د سلواغې د مياشتي په دوهمه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اورښت له امله د دغه ولايت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي زياته کړه، واوره ډېره زياته اورېدلې، چې له امله يې له کلات ښار پرته د ټولو ولسواليو لويې لارې تړل شوې او موټر ورباندې تګ راتګ نه شي کولاى.

هغه وويل، چې د کابل–کندهار لويه لاره که څه هم پرانيستې ده، خو ولايتي ادارې د شاه جوى او شهرصفا ولسواليو امنيتي مسوولينو ته ويلي، هغه موټر چې ځنځيرونه (چاينونه) ونه لري بايد پر دغه لاره تګ راتګ ته پرې نه ږدي.

ناصري وويل، چې ولايتي اداره په بېړنيو حالاتو کې د ۱۲۰ کورنيو لپاره د خوراکي توکو د مرستې امکانات لري.

نوموړي خبردارى ورکړ، چې که د واورې اورښت نور هم دوام وکړي، نو خلک به له زياتو ستونزو سره مخ شي او مرستندويه ټولنې بايد په دې اړه جدي اقدام وکړي او زابل ته ژمنۍ مرستې ورسوي.

بلخوا د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال محمدصديق پژواک اژانس ته وويل، چې له سهار راهيسې د شاه جوى ولسوالۍ او کلات تر منځ درې بار وړونکي موټرونه چپه شوي، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يو موټر، چې په واورو کې بند پاتې و د دوى له لوري يې سپرلي ژغورل شوي دي.

نوموړي د کابل-کندهار د لويې لارې له مسافرينو غوښتنه وکړه، چې بايد د هوا تر سمېدو پورې پر دغې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د يادونې ده، چې د واورې له امله د کابل–جلال اباد لويه لاره هم د ماهيپر په سيمه کې د ترافيکو پر وړاندې تړل شوې ده.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.