خوست ښار (پژواک ٣ سلواغه ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست کې دوه ماين خښوونکي وژل شوي، درې شکمن وسلوال نيول شوي او دوه پوليس په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال ساعت ګل هوتک د سلواغې په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د صبريو ولسوالۍ اړوند د قرغدي په سيمه کې دوه ماين خښوونکي د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، يادو دوو کسانو غوښتل ، چې پر عام سړک ماينونه ځاى پر ځاى کړي، خو د ايساف ځواکونو لخوا په نښه شول او د چورلکې له لارې يې پرې بريد وکړ او ويې وژل.
نوموړي وويل، دغه راز يې تېره شپه په صبريو او دوه منده په ولسواليو کې د يو لړ عملياتو پرمهال درې شکمن کسان او يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې ،د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سړک د غاړې د ماين چاودنې له امله دوه پوليس ټپيان شول.
د ده په وينا، دغه چاودنه د خوست ولايت د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د اورزې په سيمه کې رامنځ ته شوه.
خو د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې د چاودنې له سيمې څخه دوى ته پنځه ټپي پوليس راوړل شوي دي.
د هغه په خبره، په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و او هغه يې د صحراباغ د امريکايانو اډې ته لېږدولي دي.
بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن سهار يې د خوست په اسمعيل خېلو ولسوالۍ کې د دوو چاودنو په ترڅ کې زيات شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن