جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩٠) : د ننګرهار د حصارک غلجايي ولسوالۍ چارواکي او قومي مشران وايي چې د واورې اورښت او سختې يخنۍ د دغې ولسوالۍ ٧٠ سلنه کوچني ماشومان د سينې په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي دي.
د حصارک د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمد نعيم ولاړ د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون سهار راهيسې په دغې ولسوالۍ کې له ٥٠ سانتي څخه تر يو متر پورې واوره اورېدلې ده او د ګڼ شمېر سيمو لارې يې تړلې دي.
ډاکټر نعيم وويل، يوه او نې مخکې هم د واورې اورښت پر مهال د ننګرهار چارواکو ژمنه کړې وه ، چې سيمې ته به مرستې ورسيږي.
خو د نوموړي پر وينا، هيچا يې پوښتنه نه ده کړې.
د شورا مشر زياته کړه : (( موږ نه پوهيږو چاته ولاړ شو او نه پوهيږ و چې ولسوالۍ مو له کوم ولايت سره تړلې ده.))
ډاکټر نعيم وويل چې د حصارک ولسوالۍ ٧٠ سلنه ماشومان په سينه بغل،تبو،زکام او نس ناستي اخته شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ په کچه ٢ کلينيکونه لري ، چې د اړتيا وړ درمل هم نه لري .
د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف پژواک اژانس ته وويل چې د حصارک او جلال اباد ترمنځ پر غځېدلې لار ددغې ولسوالۍ په اوږدو کې ٥٠ سانتي واوره اورېدلې ، چې د خلکو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
ولسوال ومنله، چې د ولسوالۍ ٧٠ سلنه ماشومان يې په يادو ناروغيو اخته دي.
نوموړي زياته کړه : ((نن د ولسوالۍ کلينيک ته ولاړم د نارواغانو دومره ګڼه ګوڼه وه ، چې ډاکټران پرې نه رسېدل.))
د ولسوال په وينا، د انکشافي شورا له رييس سره په ګډه يې د ډېرو دروازې ټکولي ، خو هيچا ورسره مرسته نه ده کړې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر باز محمد شېرزاد د ماشومانو ناروغي د حصارک ترڅنګ په ټول ننګرهار کې ومنله ، خو زياته يې کړه چې د سرپناه او اسانتياوو نه شتون ناروغۍ زيږوي.
ډاکټر شيرزاد وويل : (( هغه درمل چې له موږ سره شته د راتلونکو ٦ مياشتو لپاره مو هم د حصار ک کلينيکونو ته رسولي دي .))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې ددغې ولسوالۍ په ټولو کليو کې د سرې مياشتې رضاکاران لري ، چې هغوى ورته تر اوسه د کومې جدي ستونزې راپور نه دى ورکړى او نه ترې چا د رسمي مرستو غوښتنه کړې ده.
د يادونې ده ، چې حصارک د جلال اباد ښار په لوېديځ ٨٠ کيلو مترۍ کې د لوګر او کابل ولايتونو ترمنځ په ننګرهار پورې اړونده ولسوالي ده ، چې ځينې موسسې په کې د امنيت د نشتوالي په پلمه چارې نه ترسره کوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن