ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کورنيو هوايي شرکتونو څخه د دفاع په موخه ټولنه جوړه شوه

له کورنيو هوايي شرکتونو څخه د دفاع په موخه ټولنه جوړه شوه

author avatar
24 Jan 2012 - 14:37
له کورنيو هوايي شرکتونو څخه د دفاع په موخه ټولنه جوړه شوه
author avatar
24 Jan 2012 - 14:37

کابل (پژواک ٤ سلواغه٩٠): دکورنيو هوايي شرکتونو له حقونو څخه ددفاع په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په چوکاټ کې يوې ټولنې د شتون اعلان وکړ.

د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې يو دولتي هوايي شرکت (اريانا)، دوه مسافر وړونکي خصوصي هوايي شرکتونه (کام اير او ساپي اييرويز) او دوه (افق شرق او خراسان) د کارګو په برخه کې فعاليت لري، چې په هېواد کې دننه او يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته پروازونه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمدقربان حقجو نن د يادې ټولنې د شتون د اعلان په اړه په کابل کې جوړه شوې ناستې ته وويل، چې ياد شرکتونه د دې ټولنې غړيتوب لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه مهال افغاني هوايي شرکتونه يواځې د سيمې هېوادونو ته پروازونه لري او اروپايي ټولنې شاوخوا يو کال مخکې د دې ټولنې هېوادونو ته د افغاني هوايي شرکتونو پر پروازونو بنديز ولګاوه.

اروپايي ټولنې ويلي، دغه بنديز يې ځکه لګولى؛ چې د افغاني شرکتونو الوتکې د دوى پر معيارونو برابرې نه دي.

محمدقربان حقجو وايي، چې دغه ټولنه به د کورنيو هوايي شرکتونو له حقونو د دفاع ترڅنګ وکولاى شي، چې د کورنيو هوايي شرکتونو تر منځ په هېواد کې سالم رقابت ته لاره برابره او حکومت ته په دې برخه کې مثبت نظرونه وړاندې کړي.

هغه وايي، چې د خلکو د اړتياوو پوره کولو په موخه د کورنيو هوايي شرکتونو د خدمتونو د وړتيا او کيفيت لوړول هم د دې ټولنې د جوړېدو له موخو څخه دي.

حقجو وويل: ((هيله ده، چې دغه ټولنه د هوايي شرکتونو تر منځ داسې همغږي رامنځته کړي او د پرمختګ لاره يې هواره کړي، څو له امله يې يوه ورځ زموږ کورني شرکتونه وکولاى شي، له بهرنيو هوايي شرکتونو سره په نړيوال بازار کې هم رقابت وکړي.))

د نوې جوړې شوې ټولنې مشر او د کام ايير هوايي شرکت مرستيال احمدفريد پيکار وويل، دغه ټولنه به هڅه وکړي، چې د حکومت او هوايي شرکتونو تر منځ ښه همغږي رامنځته کړي او شته نيمګړتياوو ته د حل لاره پيدا کړي.

خو هغه د شته نيمګړتياوو په اړه نور څه ونه ويل.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست داوود علي نجفي هم د دې ټولنې جوړېدل د پرمختګ او نيمګړتياوو د له منځه وړلو په برخه کې مثبت اقدام وباله.

نجفي زياته کړه: ((ډېر کلونه دې ته په تمه و، چې داسې يوه ټولنه رامنځته شي، څو د هوايي شرکتونو دريځ په يو غږ څرګند کړي.))

هغه په هېواد کې د هوايي چلند په برخه کې د مسلکي کسانو نه شتون يوه لويه ستونزه وبلله، خو زياته يې کړه، چې وزارت يې د اروپايي ټولنې او امريکا په مرسته يو روزنيز پروګرام پېل کړى، چې له مخې به يې مسلکي کسان وروزل شي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند د وزارت سرپرست وزير زياته کړه، چې په هېواد کې د هوايي چلند د قانون مسوده جوړه او د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې ده.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د وزيرانو شورا دغه مصوبه به په نږدې راتلونکي کې ولسي جرګې ته د تصويب لپاره ولېږل شي.

دى وايي، چې حکومت تر اوسه هم له کورنيو هوايي شرکتونو څخه ملاتړ کړى او وروسته به هم ملاتړ ترې وکړي.

نجفي اروپايي هېوادونو ته د افغاني هوايي شرکتونو د الوتنو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اروپايي ټولنې د دويم ځل لپاره د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چې د افغاني هوايي شرکتونو ارزونه وکړي او پايلې يې دوى ته وړاندې کړي.

دى وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې دغه ارزونه پيل شوې او تر دوو مياشتو به بشپړه او اروپايي ټولنې ته به يې وړاندې کړي.

د ده په وينا، تر اوسه دغه ارزونه ښيي، چې اروپايي ټولنه به افغاني هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړي، تر څو د دې ټولنې غړو هېوادونو ته بيا الوتنې پيل کړي.

دى وايي، چې د افغانستان دولت مخکې هم د اروپايي ټولنې په غوښتنه په دې برخه کې ارزونه کړې او پايلې يې دې ټولنې ته تر يوه بريده د قناعت وړ وې.

دغه مهال د کورنيو شرکتونو تر څنک د الامارات، فلاى دوبى، ګلف ايير، ترکېش اييرلاين، اينډين اييرلاين، ايير اينډيا، پى. آى. اې، اسمان اييرلاين، اذربايجان اييرلاين او قطر اييرويز بهرني هوايي شرکتونه هم د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه بهرني پروازونه لري.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.