کابل ښار (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): ولسي جرګې په درېيمه ورځ هم ونه شو کولى، څو د جرګې دويم مرستيال وټاکي.
د ټاکنو په درېيمه ورځ د دويم مرستيال د ټاکلو لپاره د هرات استازو صالح محمد سلجوقي او غلام فاروق مجروح، د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د غزني د خلکو استازو شاه ګل رضايي او انجنير نفيسې عظيمي په خپلو کې د مرستيال څوکۍ پر سر سيالي وکړه، چې احمدشاه رمضان د ٥٩ او شاه ګل رضايي د ٥٥ رايو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو بل پړاو ته لاره پيدا کړه.
د دغو ټاکنو په دويم پړاو کې احمدشاه رمضان د ٧٥ رايو او شاه ګل رضايي د ٨٠ رايو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولاى، څو يادې څوکۍ ته بريالي شي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د دوو يادو استازو تر منځ به د شنبې په ورځ هم د دريم ځل لپاره ټاکنې ترسره شي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د هرات د خلکو استازي احمدبهزاد د ٩٢ رايو او د کابل د خلکو استازي جعفر مهدوي د ٧٦ رايو په ترلاسه کولو سره د درېيم ځل لپاره ونه شو کولاى، څو د ولسي جرګې د دويم مرستيال څوکۍ خپله کړي، نو له همدې امله د دې جرګې پنځو نورو غړو خپل ځانونه د يادې څوکۍ لپاره ونومول.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو په دوو تېرو ورځو کې د ننګرهار د خلکو استازى حاجي عبدالظاهر قدير د لومړي مرستيال، د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د مرستيال منشي په توګه وټاکل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن