لښکرګاه (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې دوه پوليس او څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل د سلواغې په ۶مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د نري مانده په سيمه كې له طالبانو سره اته ساعته جګړه شوې ده.
د هغه په وينا، جګړه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پوليسو په ياده سيمه كې د كوكنارو د فصل د له منځه وړلو لپاره عمليات ترسره کول.
حقمل زياتوي، چې تر ٨ ساعتونو جګړې وروسته څلور طالبان او دوه پوليس و وژل شول او ا ته نور طالبان ټپيان شول او له هغوى څخه دوه ميله وسله هم پوليسو ترلاسه کړې ده.
د نوموړي په وينا، له دې نښتې وروسته وسله وال طالبان وتښتېدل او سيمه له مخالفينو بشپړه پاکه شوه.
د تور جان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې جګړه ډېره درنه وه او دواړو لوريو پر يو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
د ده په خبره، چې د نښتې پر مهال پر سيمه هوايي بريد هم وشو، خو دا نه ده ورته معلومه، چې وسلوالو طالبانو مرګ ژوبله په مخامخ نښته کې اوښتې او که په هوايي بمبارۍ کې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د نادعلي ولسوالۍ د امنيت چارې څو ورځې مخکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن