ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي او ٣٧ ټپيان دي

د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي او ٣٧ ټپيان دي

author avatar
26 Jan 2012 - 10:46
د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي او ٣٧ ټپيان دي
author avatar
26 Jan 2012 - 10:46

لښکرګاه ( پژواک ٦ سلواغه ٩٠ ) : د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د بهرنيو ځواکونو پر ملکي موټرو د يوه ځانمرګي بريد له امله څلور عام وګړي وژل شوي او د درېيو بهرنيو وګړيو په ګډون ٣٧ تنه ټپيان شوي دي.

دا ځانمرګى بريد نن د( سلواغې  په ٦مه) له غرمې مخکې په لسو بجو او ٤٠ دقيقو د ولايت مقام ته نږدې ديوې بهرنۍ موسسې او پوهنې رياست  مخې ته د موټر په وسيله ترسره شو.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي  پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې څلور عام وګړي وژل شوي او ٣١ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې ډلې مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دا بريد ددوى د ملکي کارکوونکيو د موټرو پر کاروان شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې يې دوه موټر ويجاړ او درې بهرني کارکوونکي  ټپيان شوي، خو سرچينې د ټپيانو هويت په ډاګه نه کړ.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٣٤ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې ٢٠ ټپيان ايمرجنسي او ١٤ نور بست روغتون ته وړل شوي او دهغوى روغتيايي حالت ښه ښودل شوى دى.

د والي وياند احمدي وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې د بهرنيانو د دوو موټرو ترڅنګ ١٧ عرادې موټر او دوه عرادې موټرسايکلونه هم ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې د ولايت مقام، پوهنې رياست، د اى اېس آيي  په نامه ديوې موسسې د ودانۍ د نږدې نورو دفترونو او کورونو  ښېښې او کړکۍ هم ماتې شوې دي.

د والي د وياند په وينا، په وژل شويو کسانو کې د يادې شوې موسسې ، چې د کرنې په برخه کې فعاليت کوي، يو انجنير، يو ساتونکى او يوه  ماشومه شامله ده.

نوموړى وايي چې په دې ټپيانو کې د موسسې او پوهنې رياست کارکوونکي، لارويان، دوکانداران او نور موټرچلوونکي شامل دي.

د هلمند دامنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال کمال الدين شېرزي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټپيان ايمرجنسي او ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ  ښودل شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د يادې شوې موسسې او پوهنې رياست کارکوونکيو او نورو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عبدالوکيل په نامه د پېښې يو تن ټپي او عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې دى د پوهنې رياست ته د څه کار لپاره راغلى و، چې ناڅاپه درنه چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه : (( له چاودنې سره سم زه هم لږ ټپي شوم او نور هرې خواته مړي او ټپيان پراته وو، پخپله مې وليدل، چې يو شمېر  بهرنيان هم مړه او  ټپيان شول. ))

ددې ځانمرګي بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د لښکرګاه امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، له دې وروسته په دې ښار کې درې ځانمرګي بريدونه وشول،چې  له امله يې ملکي وګړيو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو له يوې لنډې مودې وروسته يو ځل بيا په دې ښار کې ځانمرګى بريد ترسره شو.

دغه راز شاوخوا دوه اونۍ مخکې ددې ولايت دوه نورې ولسوالۍ ناد علي او مارجه هم افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.