شبرغان (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ د دشت ليلې اوسېدونکي د وسلوالو طالبانو له لوري د عشر او زکات له ټولولو سر ټکوي.
هغوى وايي، چې طالبان په هرو څلوېښتو پسونو کې يو پسه او يا د هغه معادل پيسې اخلي او دا مسئله په دې سيمه کې مالدارانو ته د ستونزو لامل ګرځېدلې ده.
يوه مالدار، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل: ((د دشت ليلې په بزغاله خور، ختاى ساى، اقچه ګي ها او قدو غلي سيمو کې طالبان تګ راتګ لري او له مالدارانو څخه د زکات پيسې اخلي.))
هغه زياته کړه، چې طالبان پر څلوېښتو پسونو يو پسه او ياد د هغه پيسې (څلور يا پنځه زره افغانۍ) اخلي او مالدار ته يوه تعرفه، چې په هغې کې د مالدار نوم او د اخيستل شوو پيسو اندازه ذکر شوې وي، ورکوي.
د ياد مالدار په وينا، دغه کار له شلو ورځو راهيسې دوام لري او څوک نشته، چې مخه يې ونيسي.
جمعه وويل: ((تېره اونۍ يې زما يو پسه يووړ، د طالبانو مشر ته شکايت نه شم کولاى؛ ځکه چې د اسېدو ځاى يې راته نه دى معلوم.))
يو بل مالدار، چې هغه هم د نوم له اخيستو ډډه کوله پژواک ته وويل: ((زموږ سيمې ته موټرسايکل سپاره طالبان راځي او له خلکو د عشر او زکات پيسې اخلي.))
د هغه په وينا، د دشت ليلې اړوند کلي څه باندې ٦٠٠ څاروي لري او وسلوال طالبان له ټولو مالدارانو د ذکات پر ټولولو بوخت دي.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې مسئلې په اړه يې ولسوالۍ او د جوزجان امنيه قوماندانۍ ته هم شکايت کړى، خو تر اوسه د يادې کړنې د مخنيوي په خاطر کوم ګام نه دى اخيستل شوى.
د قوش تپې ولسوال امين الله هم پژواک ته د يادې خبرې پخلى وکړ او ويې ويل: ((طالبان کله ناکله د ولسوالۍ په ٥٠ کيلومترۍ کې د ليلې په دښته کې راڅرګنديږي.))
هغه څرګنده کړه، چې د وسلوالو طالبانو له لوري د عشر او زکات د راټولولو مسئله ډېرى وخت د بزغاله خور، ختاى ساى، قدوغلي، اقچه ګي او مجيد قدوق په سيمه کې رامنځته کېږي.
د امين الله په وينا، وسلوالو طالبانو په ځاى ځاى برخو کې په دغه کار لاس پورې کړى او ډېرى وختونه د شپې مهال دغسې کارونه کوي.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدصادق مرادي پژواک ته وويل، چې د وسلوالو طالبانو د مخنيوي لپاره يې د دشت ليلې په سيمه کې سيارې ګزمې ګومارلې دي.
د هغه په وينا، د هغوى دغه کار په منظمه توګه ترسره کېږي، خو د دشت ليلې سيمه يوه لويه سيمه ده او په دقيقه توګه د ټولو برخو کنټرول ستونزمن تمامېږي.
هغه د دې خبرې په ويلو سره، چې طالبان د پوليسو د ګزمې پر مهال سيمه پرېږدي، زياته کړه، چې وسلوال طالبان ډېرى د شپې له خوا خلکو ته مزاحمت کوي او له هغوى څخه عشر او زکات اخلي.
خو وسلوالو طالبانو د خلکو دا ادعاوې رد کړې او وايي، چې د يادې موضوع په اړه د دوى له خوا څېړنه کېږي او څرنګوالى به يې وروسته معلوم شي.
د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د دې مسئلې په اړه د دوى څېړنه روانه ده.
د هغه په وينا، که چېرې ياده کړنه د دوى د ملګرو له لوري ترسره شوې وې، مجازات به شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د وسلوالو طالبانو درېيو ډلو د جوزجان په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې له خلکو عشر او زکات اخيست.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن