ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې يوه وسلواله ډله دولت سره يوځاى شوه

په کونړ کې يوه وسلواله ډله دولت سره يوځاى شوه

author avatar
26 Jan 2012 - 17:12
په کونړ کې يوه وسلواله ډله دولت سره يوځاى شوه
author avatar
26 Jan 2012 - 17:12

اسعد اباد ( پژواک ٦ سلواغه ٩٠ ) : په کونړ کې دولس وسلوال طالبان ديوه قوماندان په ګډون له خپلو وسلو سره دولت سره يوځاى شول .

 د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس  ته وويل چې دې وسلوالې  ډلې  په وټه پور ولسوالى کې له تيرو څوکلونو راهيسې ددولت ضد فعاليتونه ترسره کول .

 هغه زياته کړه چې دغې ډلې د ملي امنيت په هڅو خپله وسله پر ځمکه ايښې او له افغان دولت سره يوځاى شوه.

 والي وويل، هغه وسلوال مخالفين  چې دسولې له بهيرسره يوځاى کيږي دولت به ورته دکار،زده کړو او د عادي ژوندکولو اسانتياوې برابرې کړي.

 وحيدي زياته کړه : (( که په دولتي چوکاټ کې کار کوئ هم درته زمينه برابروو،که زده کړې کوئ نو د زده کړې لپاره درته زمينه برابروو اوکه دکوم مسلکي کسب د زده کولو علاقه لرئ، نو د دې لپاره هم دولت زمينه برابره کړې ده او دايوه افغاني پروسه ده .))

 دولت سره ديوځاى شوې وسلوالې ډلې مشرنجيب الله وايي چې دوى ځکه دولت سره يوځاى شول او له  مخالفت يې لاس واخيست، چې په جګړه کې  افغانان وژل کېږي اوبهرني  هيوادونه يې  له بدو امنيتي حالاتو ګټه اخلي.

 هغه ژمنه وکړه چې له دولت سره به دنورو مخالفو وسلوالو ديوځاى کيدو په برخه کې هڅې وکړي.

نوموړي وويل :  (( هغه ملګري راغلي چې ماسره په راز کې وو او يو شمېر نور ګروپونه چې سياردي په نورو ولايتونو کې هغه به زموږ په هڅو راشي اودولت سره به يوځاى شي.))

 هغه له نورو وسلوالو وغوښتل چې راشي دولت سره يوځاى شي .

بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بياله دولت سره دغه يوځاى شوې ډله هغه وسلوال بولي، چې په سيمه کې فعال نه وو، په کور ناست خلک و اود پيسو لپاره له دولت سره يوځاى شوي دي

 د يادونې وړده چې يوه مياشت وړاندې په خاص کونړ ولسوالۍ کې هم يوه وسلواله ډله له دولت سره يوځاى شوې وه .

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.