ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ايټالياد اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ

افغانستان او ايټالياد اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ

author avatar
27 Jan 2012 - 11:15
افغانستان او ايټالياد اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ
author avatar
27 Jan 2012 - 11:15

کابل ( پژواک ٧ سلواغې ٩٠ ): د افغانستان او ايټاليا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک او له مخې به يې له  ۲۰۱۴ کال وروسته هم ايټاليا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ولسمشر حامدکرزي دوه ورځې مخکې درېيو اورپايي هېوادونو، بريتانيا، فرانسې او ايټاليا ته پنځه ورځنى سفر پيل کړى او د دغه سفر په ترڅ کې به له يادو هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاريو تړونونه هم لاسليک شي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د وياند د دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي ، چې د افغانستان او ايټاليا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو تړونليک  لاسليک شو.

د دغه سند له مخې به ايټاليا له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د سياسي، امنيتي، اقتصادي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تطبيق، فرهنګي او رسنيزو همکاريو او د ظرفيت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د ياد سند له لاسليک کولو وروسته د ايټاليا لومړي وزير ماريو مونتي په ګډه خبري ناسته کې وويل : ((د ستراتيژيکو اړيکو ددې تړونليک لاسليک کول زموږ د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاريو اساس دی.))

هغه زياته کړه ، چې هېواد به يې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاريو ته پراختيا ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامدکرزي په دې خبري ناسته کې وويل: (( زما لپاره د خوښۍ او وياړ ځای دی، چې له دوست هېواد ايټاليا سره مې د ستراتيژيکو اړيکو تړونليک لاسليک کړ .))

سرچينه د حامدکرزي له خولې ليکي، چې ايټاليا د ياد تړونليک له مخې کولی شي، چې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې حامدکزرى به له ايټاليا وروسته فرانسې ته لاړ شي او هلته به هم د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.