ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې يو انګرېز سرتېرى و وژل شو

author avatar
28 Jan 2012 - 11:12
author avatar
28 Jan 2012 - 11:12

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): ايساف وايي، چې د افغانستان په سوېل کې يې يو سرتېرى د وسلوالو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو  مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېرى پرون وژل شوى، خو  خبرپاڼې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى.

بلخوا د بريتانيې دفاع وزارت اعلان کړى، چې يو سرتېرى يې پرون د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې پر دغه سرتېري د مخالفينو له خوا د پلې ګزمې پر مهال ډزې شوې او و وژل شو.

د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٣٣ تنو ته ورسېد.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

بريتانيا په افغانستان کې شاوخوا ٩٥٠٠  سرتېري لري، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٩٧ سرتېري وژل شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.