ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان پوځي په هلمند کې يو امريکايي سرتېرى و واژه

author avatar
1 Feb 2012 - 08:56
author avatar
1 Feb 2012 - 08:56

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د ملي اردو ځواکونه وايي، چې يوه سرتېري يې په تېروتنې سره پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې او يو يې وژلى دى.

له دې مخکې نن سهار د ايساف ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا د دوى پر ځواکونو ډزې شوې او يو سرتېرى يې وژل شوى دى.

خو د ايساف په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه شوى.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ارکان حرب سيد ملوک د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه يوه بجه په مارجې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ايساف پر سرتېرو بريد کوونکى سرتېرى نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

سيد ملوک وايي، چې دغه سرتېري په خپلو خبرو کې ويلي، چې دى په خپله پوسته کې پيره کوله، چې د ايساف يوه ګزمه يې له سيمې تېرېدله.

د نوموړي په وينا، دغه سرتېري ويلي، چې ګوته يې پر ماشه کې وه او سهواً يې پر امريکايي بحري ځواکونو ډزې کړې او يو يې وژلى دى.

د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو شمېر ٣٥ ته ورسېد، تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو له خوا د ايساف پر سرتېرو د بريدونو پېښې زياتې شوې دي.

په تېره يوه مياشت کې په کاپيسا ولايت کې دوه ځلې د ملي اردو د سرتېرو له خوا په ډزو کې شپږ فرانسوي سرتېري وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

وروسته د فرانسې ولسمشر پر دغو پېښو سخت غبرګون وښود او د خپلو سرتېرو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې بهير او عمليات ودرول، چې اوس بېرته پيل شوي دي.

فرانسې دغه اعلان هم وکړ، چې له ټاکلي مهال وېش څخه به مخکې خپل سرتېري له افغانستان څخه اوباسي.

فرانسه په افغانستان کې ٣٦٠٠ سرتېري لري، چې په کاپيسا کې مېشت دي او تر اوسه يې٨٢ سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.