اسلام اباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني وايي، چې هېواد يې د افغانستان د ولسمشر له خوا د سولې د پيل شوې پروسې ملاتړ کوي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په اسلام اباد کې د فضل هادي مسلميار په مشرۍ د افغانستان د مشرانو جرګې له لس کسيز پلاوي سره د ليدنې پر مهال وکړې.
د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د افغان پلاوي ترڅنګ د پاکستان د سرحدي چارو وزير انجنير شوکت الله خان، د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر، د سنا مشر فاروق اېچ اى نائيک او د افغان پلاوي غړو ګډون درلود.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني افغان پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وويل، چې دغه ډول سفرونه د دواړو هېوادونو اړيکې سره نورې هم نږدې کوي.
هغه زياته کړه، چې هېواد يې تل د افغانستان او پاکستان ترمنځ په هره کچه د اړيکو د پياوړي کولو هلې ځلې کړې دي.
لومړي وزير ګيلاني وويل، چې هېواد يې د افغانستان د ولسمشر په نوښت د سولې د پيل شوې هرې پروسې، چې د افغانانو په مشرۍ وي، ملاتړ کوي.
د نوموړي په وينا، با ثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سيمې او پاکستان په ګټه دى او همدې موخې ته د رسېدو لپاره پاکستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د پاکستان لومړي وزير په دې ليدنه کې ويلي، چې دوى د استاد رباني د وژنې په پلټنو کې هر ډول مرسته کوي او د هغه وژنه يې لويه ضايعه وبلله.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او پخوانى ولسمشر استاد برهان الدين رباني، څو مياشتې مخکې په کابل کې د يوه پاکستاني ځانمرګي بريد کوونکي له خوا و وژل شو.
يوسف رضا ګيلاني د تورخم-جلال اباد د دويم سړک د چارو، چې په نيمه کې پاتې دي، د ژر پاى ته رسولو ژمنه وکړه.
دغه سړک د پاکستان په مالي مرسته جوړېږي او د افغاني چارواکو په وينا، ٧٠ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.
د افغان پلاوي مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې د دولتونو ترڅنګ په ولسي کچه هم افغانستان او پاکستان نږدې اړيکې لري، نو ځکه دواړه هېوادونه بايد د خپلو سيمو د امنيت لپاره په ګډه کار وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن