ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ١٧ وسلوال مخالفين ونيول شول

د دولت ١٧ وسلوال مخالفين ونيول شول

author avatar
2 Feb 2012 - 15:10
د دولت ١٧ وسلوال مخالفين ونيول شول
author avatar
2 Feb 2012 - 15:10

کابل ښار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د کورنيو چارو وزارت د ١٧ وسلوالو مخالفينو د نيولو او دفاع وزارت د لسګونو بوشکه يي ماينونو په ګډون د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د سلواغې ١٣مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان، زابل، کندهار او غزني ولايتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې شپږ ميله کلاشينکوفونه، څلور تومانچې، ٩ ميله ډول ډول نوره وسله، ١٩٥ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، درې لاسي بمونه، دوه دوربينونه، څه باندې څلورنيم ټُنه چرس، دوه موټر او دوه موټرسايکلونه د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

سرچينه ليکي، چې د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې زياته اندازه چاودېدونکي توکي او د سړک غاړي ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

په دغو مهماتو کې ١١ کړۍ ډول ډول ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډکې شپږ ٢٠ کيلويي بوشکې او ١٤ درنې مرمۍ شاملې دي، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه په ننګرهار، کاپيسا، کندهار، لوګر، خوست او هرات ولايتونو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت وايي، چې د (پلنګ صحرا) په نوم د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې ١٩ کړۍ بوشکه يي ماينونه، يو ټن چاودېدونکي توکي، يو دېګ بخار او له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل د فراه په د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ملي اردو منسوبينو د لوګر په بره کي برک او د کندهار په پنجوايي ولسواليو کې پنځه بورۍ چاودېدونکي توکي، د پرسونل ضد څلور کړۍ ماينونه، دوه دېګ بخار، د ګازو ډبه، د بي ايم يو دوه مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

د سرچينې په وينا، د ملي اردو يو سرتېرى د امنيتي دندو د ترسره کولو پر مهال د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې ټپي شوى دى.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد اوه واسکټونه، د پرسونل ضد ١٥ کړۍ ماينونه، درې ميله سپکه وسله او څلور لاسي بمونه د ملي اردو لاس ته ورغلي وو. 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.