ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار په موټر بم چاودنه کې ٧ تنه وژل شوي او ١٩نور ټپيان دي

د کندهار ښار په موټر بم چاودنه کې ٧ تنه وژل شوي او ١٩نور ټپيان دي

author avatar
5 Feb 2012 - 12:05
د کندهار ښار په موټر بم چاودنه کې ٧ تنه وژل شوي او ١٩نور ټپيان دي
author avatar
5 Feb 2012 - 12:05

کندهار (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د کندهار ښار په چاودنه کې، چې نن غرمه مهال شهيدانو څلورلارې ته څېرمه د سنځري اډې په سيمه کې وشوه، د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او د نږدې ودانيو ښيښې هم ماتې شوې دي.

په دې اړه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، تر چاودنې يو ساعت وروسته د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

والي وويل، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ١٢بجې امنيې قومندانۍ ته څېرمه د سنځري اډې په سيمه کې د ملي پوليسو پر رينجر موټرو وشوه، چې هغوى له دغه ځاى څخه د موټرونو د تمځاى په توګه کار اخلي.

هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه کرولا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو، چې د چاودېدو له امله يې ٥ پوليس او ٢ ملکي وګړي، چې يو يې ماشوم دى، و وژل شول او ١٩ تنه نور ټپيان شول، چې په کې د ٣ ماشومانو او ٢ مېرمنو په ګډون ١٣ تنه ملکي وګړي او ٦ نور پوليس دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته رسول شوي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.

دى وايي، دا پېښه داسې مهال کېږي، چې په نړيواله کچه له وسلوالو مخالفينو سره بهر او په کور دننه د سولې خبرې او هلې ځلې روانې دي.

ويسا وايي، دغه راز پېښې د هغو کسانو کار دى، چې ګټې يې په جګړه او تاوتريخوالي کې دي او نه غواړي دلته خلک په سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي ياده شوې پېښه کلکو ټکو وغندله او دا يې غيراسلامي او غيرافغاني عمل وګاڼه او له امنيتي ارګانونو يې وغوښتل، چې عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د کندهار ښار نننۍ چاودنه امنيې قومندانۍ ته څېرمه شوې، چې تر دې وړاندې هم په دې شاوخوا کې خونړي ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې، چې ډېره مرګ ژوبله يې اړولې او هغه مهال خلکو غوښتنه کړې وه، چې امنيه قومندانې دې د ښار له ګڼې ګوڼې و ايستل شي.

ويسا په دې اړه وويل، چې له ډېره وخته دا په پلان کې ده، چې امنيه قومنداني له اوسنۍ سيمې، چې د ښار زړه او له ګڼې ګوڼې ډکه برخه ده، و ايستل شي، خو د نوې ودانۍ لپاره د ځمکې تثبيت او اداري کارونو دغه کار يو څه ځنډولى دى.

بلخوا د پېښې په ځاى کې ګڼو ملکي وګړو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې غږ يې تر لرې واورېدل شو.

د چاودنې له امله د پژواک اژانس د سيمه ييز دفتر ترڅنګ د نږدې کورونو، دفترونو، دوکانونو او موټرو هندارې هم ماتې شوې دي.

د پېښې په ځاى کې د اسماعيل په نوم يوه تن، چې نانوايي لري او په يوه پښه لږ څه ټپي شوى و، وويل، په خپل دوکان کې د ډوډۍ په پخولو بوخت وو، چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه.

هغه وويل: ((کله چې چاودنه وشوه، ټوله سيمه په دوړو او ګردونو کې پټه شوه او ورسره جوخت د وسلو ډزې هم پيل شوې، چې پوليسو کولې، کله چې دوړې لږ څه کښېناستې خلکو يوې او بلې خوا ته منډې وهلې او له وېرې يې چيغې او نارې وهلې.))

د ده په خبره، په خپلو سترګو يې وليدل، چې پر سړک ګڼ شمېر پوليس، خلک، ماشومان او مېرمنې پر سړکونو په خپلو وينو لړلې پرتې وې او يو شمېر مړي د اوبو نږدې ويالې ته هم لوېدلي وو.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې د دغه راز پېښو مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.