ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له واورو درې مړي او ١٨تنه ژوندي را ووېستل شول

له واورو درې مړي او ١٨تنه ژوندي را ووېستل شول

author avatar
5 Feb 2012 - 14:21
له واورو درې مړي او ١٨تنه ژوندي را ووېستل شول
author avatar
5 Feb 2012 - 14:21

فيض اباد-ايبک (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): ١٨ تنه او درې مړي په بدخشان ولايت کې، چې تر واورو لاندې شوي وو، را ووېستل شول او په سمنګانو کې ١٣٠ څاروي له منځه تللي دي.

په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې مسؤول ثناءالله اميري نن (د سلواغې ١٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د راغستان ولسوالۍ د خوني لر په کلي کې د واورې د ښوېيدو له امله ٩ تنه، چې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، نادرکه شول.

اميري زياته کړه، چې شپږ تنه ژوندي او دوه مړي د سيمې د خلکو په همکارۍ له وارو را وايستل شول، خو د دريم کس مړى تر اوسه نه دى ترلاسه شوى.

همدارنګه هغه زياته کړه، چې بل برفکوچ تېر مازديګر د شهر بزرګ ولسوالۍ په ملوان کلي کې يو تن له منځه يووړ.

اميري زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته خلک له واورو نه د مړي په را ايستو بوخت وو، چې په سيمه کې بيا واوره وښويېده او ١٢ تنه يې لاندې کړل.

سرچينې زياته کړه، ياد کسان د سيمې د خلکو په مرسته په داسې حال کې له واورو را وايستل شول، چې د اتو يې روغتيايي وضعيت خراب و.

د اميري د معلوماتو له مخې، ټپيان د شهر بزرګ ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او بستر شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د سمنګانو د مرکز ايبک ښار په چادر تپې سيمه کې د توپان او سړې هوا له امله دوه شپانه ژوبل شوي او د هغوى ١٣٠څاروي يې له منځه وړي دي.

د ايبک ښار د دره ژوندون اوسېدونکي محمدامين وويل، دوه شپانه له خپلو ٨٠٠ څارويو سره د چادرتپې په سيمه کې په توپان کې بند پاتې وو.

هغه وويل: “د سيمې ځوانان د شپنو مرستې ته ولاړل او دواړه يې په داسې حال کې د ولايت مرکز ته يووړل، چې په لاسونو او پښو يې ټپونه جوړ شوي وو.”

امين زياته کړه، چې د ٨٠٠ څارويو له ډلې ١٣٠ يې له منځه تللي او پاتې نور د سيمې د خلکو په مرسته ژغورل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.