ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ٢٠١٤ کال وروسته د امنيتي ځواک د ثابتې شمېرې په اړه خبرې روانې دي

author avatar
6 Feb 2012 - 18:00
author avatar
6 Feb 2012 - 18:00

کابل ښار (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): ايساف او ناټو وايي، له افغان دولت او هغو هېوادونو سره چې افغان امنيتي ځواکونه تمويلوي، خبرې روانې دي، څو له ٢٠١٤ کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ثابتې شمېرې په اړه هوکړه وشي.

د ايساف وياند کارسټين جکوبسن Carsten Jacobson)) نن (د سلواغې ١٧مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د افغان امنيتي ځواکونو د شمېرې د بدلون پلان پر خپل ځاى دى او هغوى به د روان کال تر پايه ٣٥٢زرو ته ورسېږي او د دې امنيتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه چې له افغان دولت، د افغان امنيتي ځواکونو له تمويلوونکو هېوادونو او هغو هېوادونو سره، چې په افغانستان کې سرتېري لري، خبرې روانې دي، څو له ٢٠١٤ زېږديز کال  وروسته د افغان امنيتي ځواکونو پر يوې ثابتې شمېرې هوکړه وشي.

جکوبسن زياته کړه: ((مهمه موضوع دا ده چې افغان امنيتي ځواکونه بايد په راتلونکي کې وړتيا ولري، څو وکړاى شو هغوى تمويل کړو او د دې وړتيا ولرو، څو له هغو ننګونو سره چې په راتلونکي کې ورسره مخ کېږو، مبارزه وکړو.))

د ايساف د وياند په وينا، افغان امنيتي ځواکونه بايد ثابت ځواکونه وي او په راتلونکي کې دې د هغو وسلو د کارولو وړتيا ولري، چې ورته ورکول کېږي او داسې پړاو ته ورسېږي، چې په کم بهرني ملاتړ خپلې دندې ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه تر يوې مودې مرستې ته اړتيا لري او په دې اړه له افغان دولت او د افغان امنيتي ځواکونو له تمويلوونکو هېوادونو سره خبرې به په شيکاګو کې د ناټو د سرمشريزې غونډې تر جوړېدو روانې وي.

هغه زياته کړه، د شيکاګو له غونډې وروسته به، چې ټاکل شوې ده د روان زېږديز کال د مې په مياشت کې ترسره شي، د افغان امنيتي ځواکونو ثابته شمېره په ډاګه شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې په ډاګه کېږي، چې يو شمېر رسنيو د ناټو د عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن له خولې ويلي دي، چې د افغانستان په اړه د ناټو د څېړنو له مخې، په اروپا او امريکا کې د اقتصادي ناورين په زياتېدو سره به د افغانستان د ملي اردو ځواکونو راتلونکې هم کړکېچنه شي.

د ناټو چارواکي وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر به د ناټو له اټکل او ژمنې سره سم له افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره ٣٥٢زرو ته ورسېږي؛ خو اوس وايي چې په دې شمېره کې به د دې ځواکونو د ساتلو په برخه کې د افغانستان حکومت د نه وړتيا له امله له ٢٠١٤ کال وروسته کموالى راشي.

د هغه په وينا، د افغانستان مرستندويه هېوادونه به هم ونه شي کړاى، چې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان په امنيتي برخه کې همکاري وکړي.

راسموسن زياته کړې ده چې اوس د امريکا او ناټو چارواکي هڅه کوي، څو په افغانستان کې يو کوچنى امنيتي ځواک جوړ کړي، چې د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره بسنه وکړي.

اوسمهال د ملي اردو شمېر ١٨٠زرو او د پوليسو ١٥٠زرو ته رسېږي؛ خو له نړيوالې ټولنې سره د توافقاتو له مخې، د ملي اردو شمېر به د ٢٠١٢ کال تر پايه ١٩٠زرو او د پوليسو شمېر به ١٦٠زرو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډامينيک ميډلي هم د ايساف له وياند سره د ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې په بروکسل کې تېره اونۍ د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو د راتلونکې شمېرې او چوکاټ بندۍ په اړه لومړنۍ او د لېږد پروسې له بشپړېدو وروسته د ناټو او ايساف د احتمالي دندو د تعقيب په اړه خبرې وشوې.

هغه زياته کړه، په دې غونډه کې يې د امنيت د مشرتابه د پروسې په اړه، چې په جريان کې ده، توافق وکړ او په ګډه موخه يې چې افغان امنيتي ځواکونه بايد د ٢٠١٤ کال تر پايه د ټول هېواد امنيتي مسووليت پر غاړه واخلي، ټينګار وکړ.

د ناټو ملکي وياند زياته کړه، چې ناټو له افغان حکومت او خلکو سره يې پرله پسې مشارکت لري او دا په دې معنا نه ده، چې ناټو به له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان نه په شا شي.

ميډلي زياته کړه چې ناټو به له افغانستان نه ونه وځي او يواځې د ناټو محاربوي ونډه د ٢٠١٤ کال تر پايه ختمېږي؛ دا روښانه ده، چې نړيوالې ټولنې تل د افغانستان په برخه کې پر خپلو ژمنو او په ځانګړې توګه د بُن په کنفرانس کې يې يو ځل بيا پر خپلو ژمنو ټينګار کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د ناټو عمومي منشي، تېره اونۍ د بروکسل په غونډه کې وويل چې د دفاع وزيرانو هوکړه وکړه، هماغه ډول چې افغان امنيتي ځواکونه د زياتو سيمو د مشرتابه اخيستو ته دوام ورکوي، د ناټو ماموريت اصلي تمرکز به هم په متداوم ډول بدلون وکړي او له محاربې نه به روزنې، مشورې او همکارۍ ته بدلون وکړي.

هغه ټينګار وکړ، په داسې حال کې چې د ناټو ونډه به بدلون ومومي، خو له افغانستان نه ملاتړ به په دې موده کې په خپل ځاى وي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.