د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

واورې او توپان دوه شپانه او زر څاروي له منځه يوړل

واورې او توپان دوه شپانه او زر څاروي له منځه يوړل

Feb 06, 2012 - 18:27

ميمنه (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د فارياب ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د زياتې واورې د اورېدو او توپان له امله دوه شپانه او زر څاروي تلف شول.

د کوهستان ولسوالۍ دکليو لارې په داسې حال کې د واورې اورېدو له امله پرون تړل شوې، چې له مرکز سره د دې ولسوالۍ لارې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د واورو اورېدو له امله له مرکز سره تړلې دي.

د فارياب په ولايتي شورا کې دکوهستان ولسوالۍ دخلکو استازي محب الله نن (د سلواغۍ ١٧مه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د درندو واورو اورېدو له امله دوه شپانه او زر څاروي په دې ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه شپانه له خپلو ٥٠٠ څارويو سره د کوه نور او ٥٠٠ نور څاروي د دې ولسوالۍ په لولاش سيمه کې د واوري او توپان له  امله تلف شوي دي.

هغه وويل، چې د ولسواليو له مرکز سره د ټولو کليو لارې تړل شوې او په دې اړه تر اوسه د دې ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې لخوا اقدام نه دى ترسره شوى.

د فارياب د ولايتى شورا بل غړي محمد صادق لولاشي د زرو څارويو له منځه تلل تاييد کړل او ويې ويل، چې د دوو شپنو له مړينې څخه خبر نه دى.

په ورته وخت کې د فارياب والي عبدالحق شفق پژواک ته وويل، يوه رمه چې ١٢٠٠ څاروي په کې وو، تېره ورځ  په توپان او واورو کې ايسار شوې وه.

نوموړي زياته کړه چې د رارسېدلي راپور پربنسټ، دوه شپانه مړه شوي او ٥٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي؛ پاتې نور څاروي د خلکو په مرسته ژغورل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د کوهستان ولسوالۍ نښلوونکې لار، د واورې اورېدو له کبله له تېرو دوو مياشتو راهيسې بند ده او د دې ولسوالۍ د کليو د لارو په اړه تر اوسه معلومات په لاس کې نه شته.

د فارياب والي وويل،چې د کوهستان ولسوالۍ لار ډېره خرابه او سخته ده او بيا پرانيستل يې د غويي مياشتې تر لومړيو پورې شونې نه ده.

شفق زياته کړه،چې د ولايت د بېړنيو حالاتو د کمېټې په ګودام کې خوراکي توکي او د څارويو خوراکي توکي شته، چې له اړينو کسانو سره به دهوا له لارې په کوهستان ولسوالۍ کې مرسته وشي.

 کوهستان د فارياب ولايت له مرکز ميمنې څخه ٩٠ کيلومتره لرې سوېل ته پرته ولسوالۍ  ده، چې غرييزه سيمه او سختې لارې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو دوو ورځو توپان او واورې، د سمنګان ولايت د مرکز ايبک په چادرتپه سيمه کې دوه شپانه ټپي کړي او د هغوى ١٣٠ څاروي يې له منځه وړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement