ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د پاکستان پر وړاندې ۱۹۵ منډې جوړې کړې

افغانستان د پاکستان پر وړاندې ۱۹۵ منډې جوړې کړې

author avatar
9 Feb 2012 - 11:34
افغانستان د پاکستان پر وړاندې ۱۹۵ منډې جوړې کړې
author avatar
9 Feb 2012 - 11:34

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٠): افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا له بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد پاکستان سره د کرکټ خپله لومړنۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

 

دغه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه د افغانستان پر وخت د مازيګر په درې نيمو بجو د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې ده .

ددې لوبې پچه یا ټاس د افغانستان لوبډلې کپتان نوروز منګل وګټله، او لومړی یې پخپله لوبه وکړه، دافغانستان  لوبډ‌له د لسو لوبغاړو په سوځیدو په نهه څلویښت اورونو کې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۹۶ منډو هدف کیښود.

دافغانستان له لوري، کریم صادق، محمد نبي او سمیع الله شینواري ښه لوبه وکړه.

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په دې سيالۍ کې د ګډون په موخه لا د مخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او پرون يې په شارجې لوبغالي کې خپل تمرينات ترسره کړل.

د ملي لوبډلې کپتان نوروزخان منګل تېره ورځ له شارجې څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له پاکستان سره د سيالۍ لپاره بشپړ چمتووالى نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې له حميد حسن څخه پرته نور ټول ملي لوبغاړي روغ دي او پرون ټوله ورځ يې په لوبغالي کې تمرينات ترسره کړل.

د يادونې ده، چې د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى حميد حسن تېره مياشت د انګلستان له ملي لوبډلې سره د يوې دوستانه سيالۍ په ترڅ کې د لوبې پر مهال سخت ټپي شو او تر اوسه تر درملنې لاندې دى.

د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي، دا د دوى لپاره لويه لاسته راوړنه ده، چې د پاکستان په څېر له پياوړې لوبډلې سره ورته د لوبې چانس ورکړل شوى دى.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي محسن خان په شارجه کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې دوى د افغانستان لوبډلې ته په کمه نه ګوري.

هغه زياته کړې، چې د افغانستان لوبډله په ډېرې چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده او لوبډله به يې له افغان لوبډلې سره سخته سيالي وکړي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې د پاکستان ځينو ځايي او د کلبونو له لوبډلو سره سيالۍ کړې وې، خو له ملي لوبډلې سره يې تر اوسه نه وه ترسره کړې.

پاکستان ٦٥ کاله مخکې د کرکټ د نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه کړى او تر اوسه يې څه د پاسه ٧٠٠ د کرکټ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړې او د دغو سياليو نړيوال جام يې يو ځل خپل کړى دى.

خو افغانستان يواځې ١١ کاله مخکې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د کرکټ د نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه کړى او تر اوسه يې يواځې ١٨ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړې، چې ١١ يې ګټلي او په اوه لوبو کې يې ماتې خوړلې ده.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.