ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننني بې پيلوټه هوايي بريد کې د القاعدې يو مهم قوماندان وژل شوى

په ننني بې پيلوټه هوايي بريد کې د القاعدې يو مهم قوماندان وژل شوى

author avatar
9 Feb 2012 - 10:26
په ننني بې پيلوټه هوايي بريد کې د القاعدې يو مهم قوماندان وژل شوى
author avatar
9 Feb 2012 - 10:26

اسلام اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې پر شمالي وزيرستان د نن سهار په ترسره شوي هوايي بريد کې د القاعدې يو مهم قوماندان وژل شوى دى.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه دولتي چارواکي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دغه بريد نن سهار څلور بجې ميرانشاه ته څېرمه د ادم خور په سيمه کې شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې درې تنه وژل شوي دي، خو د هغوى هويت يې نه و په ډاګه کړى.

خو د پاکستان د جيو ټلويزيون په ويبپاڼه کې د يوې امنيتي سرچينې په حواله راغلي، چې په دغه بريد کې څلور تنه وژل شوي او په وژل شوو کې د القاعدې يو مهم قوماندان هم شامل دى.

سرچينې زياته کړې، چې د القاعدې وژل شوى قوماندان بدر منصور نومېده او په شمالي وزيرستان کې يې د القاعدې د شورا غړيتوب هم درلود.

يادې سرچينې ويلي، چې نوموړى په پاکستان کې د يوې بلې وسلوالې ډلې حرکت المجاهدين غړيتوب هم درلود، دغه راز د لاهور او کراچۍ په ځانمرګو بريدونو کې يې هم لاس لاره.

تر اوسه د القاعدې ډلې يا د پاکستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې پر وزيرستان د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريدونو کې د القاعدې ګڼ شمېر غړي او مهم قوماندانان وژل شوي دي.

د روان لمريز کال د غويي په مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم و وژل شو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.