فيض اباد (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله يو طالب د هغوى د قوماندان له لوري وژل شوى او درې نور نيول شوي دي.
د بدخشان ولايت د ملي امنيت د رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، نن (د سلواغې ٢٢مه) پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه تېره شپه د قاري شمس الدين د کسانو ترمنځ د وردوج ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې شمس الدين پر خپلو يو شمېر کسانو له دولت سره په همکارۍ شکمن شو او د هغوى د نيولو قصد يې درلود.
يادې سرچينې څرګنده کړه، چې د نښتې په ترڅ کې يو طالب وژل شوى او درې نور د شمس الدين له لوري نيول شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندان پاسوال عبدالصبور نصرتي ياده پېښه تاييد کړه، خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
همدارنګه د قاري شمس الدين د ډلې يوه غړي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل: ((قاري شمس الدين پر څلورو کسانو شکمن شوى و، چې ګواکې هغوى له دولت سره مرسته کوي.))
د هغه په وينا، د نښتې په ترڅ کې يو تن وژل شوى او د دريو نورو نيول شويو له ډلې د يوه تن لاس د قاري شمس الدين له لوري غوڅ شوى دى.
د يادونې ده، چې قاري شمس الدين د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه ١٠٠کسيزه ډله لري، چې د دولت پر وړاندې فعاليت کوي.
دا په بدخشان کې د وسلوالو طالبانو لومړنۍ خپلمنځي نښته ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن