ترينکوټ ( پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠ ) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې ديوې چاودنې له امله پنځه پوليس ووژل شول.
د دې ولايت دامنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان دسلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون مازيګر ناوخته د ترينکوټ ښار د چرستان په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې پوليس له ګزمې څخه وروسته په رېنجر موټر کې خپلې پوستې ته روان و ، چې د ريموټ کنټرول په وسيله د ماين چاودنه پرې وشوه.
د ګلاب خان په وينا، په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي، يو ټپي دى او موټر يې هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
نوموړى وايي چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوى، خو دهغه د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او زياته کړې يې ده، چې شپږ پوليس يې وژلي د ي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن