ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي شاهد: د تسليت پيغامونه نور خلکو ته د قناعت وړ نه دي

مولوي شاهد: د تسليت پيغامونه نور خلکو ته د قناعت وړ نه دي

author avatar
13 Feb 2012 - 16:38
مولوي شاهد: د تسليت پيغامونه نور خلکو ته د قناعت وړ نه دي
author avatar
13 Feb 2012 - 16:38

کابل (پژواک ۲٤ سلواغه ۹۰): کونړ ته د ملکي تلفاتو د څېړلو په موخه د استول شوي پلاوي مشر وايي، چې د ملکي تلفاتو مخه بايد ونيول شي، ځکه د ده په وينا، خلک نور د تسليت او تعزيت په پيغامونو قناعت نه کوي .

د ولسمشر حامد کرزي لخوا ټاکل شوي پلاوي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل ، چې په کونړ او کاپيسا ولايتونو کې د امريکايي او فرانسوي ځواکونو په هوايي بريد کې په ټوليزه توګه د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ ملکي وګړي او دوه شکمن وسلوال وژل شوي دي.

د ملکي تلفاتو د څېړلو په موخه کونړ ته د لېږل شوي پلاوي مشر مولوي شهزاده شاهد خبريالانو ته وويل، چې د کونړ والي او امنيتي ارګانونو ته ددې عملياتو په اړه هيڅ معلومات نه و ورکړل شوي.

ايساف او افغان کومانډو ځواکونو د تېرې مياشتې په ٢٦ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په ديوه ګل سيمه کې عمليات وکړل، چې د څېړنې پلاوي د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې ٧ ملکي وګړي او دوه شکمن وسلوال وژل شوي دي.

کونړ ته د لېږل شوي پلاوي مشر وويل ، چې که بهرني ځواکونه د افغان حکومت، ملي شورا او دوديزې جرګې غوښتنې له پامه غورځوي او د ملکي وګړيو وژلو ته بيا هم دوام ورکوي، نو خلک به يې پروړاندې مقاومت ته اړ شي.

شاهد زياته کړه: ((که چېرته موږ په داخل کې وژل کېږو او جامعه جهاني مو وژني، موږ بې هدفه مرګ نه منو، زموږ ولسونو راته صفا دا ويلي دي، چې موږ به د ځان نه دفاع کوو، که زموږ نه رييس جمهور دفاع کولى شي و دې کړي، که تاسو ملي شورا، علماوو شورا، سولې شورا له موږ دفاع کولى شئ ډېره ښه ده، که نه وي موږ قومونه به د ځان دفاع کوو، په هغه صورت کې به بيا مسووليت موږ ته راجع نه وي، مسووليت به د هغه چا پر غاړه وي، چې داسې بې ګناه خلک په بې رحمانه ډول وژني!!))

ده وويل چې که بهرني ځواکونو په خپلو عملياتو کې د ملکي وګړيو د وژنې پر مخنيوي جدي غور ونکړي، نو خلک پس له دې د تعزيت په پيغام او بښنې غوښتلو قناعت نه کوي.

په ملي شورا کې د کونړ د خلکو استازي همداراز وويل چې دولت د خپلو اتباعو د ساتنې مسووليت لري او بايد هڅه وکړي ، چې ددغه ډول وژنو مخه ونيسي.

همداراز کاپيسا ته د ملکي تلفاتو دڅېړلو په موخه استول شوي پلاوي هم وويل چې  د روانې مياشتې په ١٩ مه د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو لخوا په شوې بمبارۍ کې ٨ ماشومان وژل شوي  ، چې عمرونه يې د ٦ او ١٤ کلونو ترمنځ وو.

ددې پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار محمدظاهر ساپي چې د وژل شويو ماشومانو عکسونه يې رسنيو ته وښودل  وويل ، چې فرانسوي ځواکونو په کاپيسا ولايت کې د ملي امنيت د چارواکيو د مخالفت سربېره بيا هم ددې ولايت د نجراب ولسوالۍ په ګياوه سيمه کې عمليات کړي دي.

د ساپي په وينا، د ملي امنيت منسوبينو فرانسوي ځواکونو ته ويلي و ، چې په سيمه کې د دولت وسلوال مخالفين نشته او که شتون هم ولري ، نو دوى پخپله کولى شي، له بهرنيو ځواکونو پرته په سيمه کې عمليات وکړي.

ساپي ، چې له شاهد سره يې په ګډه خبري ناسته کې برخه لرله ، زياته کړه چې د نجراب ولسوالۍ په ګياوه کلي کې دعملياتو په اړه فرانسوي ځواکونو د ملي امنيت له چارواکيو پرته ددې ولايت نورو مسوولينو ته خبر نه و ورکړى او په يواځې سر يې عمليات کړي وو.

دده په وينا، فرانسوي ځواکونو د شپې مهال سيمه محاصره کړه او سهار مهال يې د درېيو جهادي قوماندانانو کورونه وپلټل ، چې يواځې يو زوړ هاوان، يو چره ييز ټوپک او د کلاشينکوف  يوه اندازه مرمۍ يې ترلاسه کړې.

د ساپي د معلوماتو له مخې، فرانسوي ځواکونو پر ٨ ماشومانو په داسې حال کې بمباري وکړه ، چې د سيمې په غره کې يې د يوه ګټ پرسر د ځان د تودولو په موخه اور بل کړى وو.

 د ساپي په وينا ، فرانسوي ځواکونو له دوى سره په خبرو کې منلې ده، چې عمليات د غلطو استخباراتي راپورونو له مخې ترسره شوي  او وژل شوي کسان بېګناه دي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند نن خبريالانو ته ويلي، چې، نشي کولى په کاپيسا کې د ملکي وګړيو تلفات رد يا تاييد کړي.

کاپيسا ته د ملکي تلفاتو دڅېړلو استول شوي پلاوي مشر وويل چې وژل شويو ماشومانو د کورنيو غړيو د ناټو د هغو عملياتو د بندېدو غوښتنه کوله، چې له امله يې ملکي کسان وژل کېږي.

ياد پلاوي همداراز وويل چې غلط راپور د ملکي کسانو د وژلو دليل نشي کېداى او بهرني ځواکونه بايد له افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ او د کره راپورونو له مخې، خپل عمليات ترسره کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.