ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نهه کانديد وزيران د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شول

نهه کانديد وزيران د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شول

author avatar
15 Feb 2012 - 20:31
نهه کانديد وزيران د باور رايې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شول
author avatar
15 Feb 2012 - 20:31
کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): نهه کانديد وزيران د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته وروپېژندل شول.
د ولسي جرګې نایب منشي محمد فرهاد عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نوملړ نن (د سلواغې ٢٦مه) د پارلماني چارو وزارت له لوري د ولسي جرګې دارالانشاء ته استول شوی دى.
د هغه په وينا، د دې نوملړ له مخې، محمد اسماعيل د برېښنا او اوبو وزارت، انجنير اميرزى سنګين د مخابراتو وزارت، ډاکټر ثريا دليل د عامې روغتيا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره معرفي شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت لپاره ډاکټر عبيدالله عبيد، د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت ته ويس احمد برمک، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت لپاره داوود علي نجفي، د ښار جوړونې وزارت ته حسن عبدالهى او د فوايد عامې وزارت لپاره انجنير نجيب الله اوجن ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي دي.
د ولسي جرګې نايب منشي زياته کړه چې د پارلماني چارو وزارت، نن هغه مکتوب چې د يادو کانديدانو نومونه په کې کښل شوي وو، په رسمي ډول ولسي جرګې ته استولى دى.
دا مهال د  اوبو او برېښنا، ښځو چارو، عامې روغتيا، ترانسپورت او هوايي چلند، مخابراتو او د لوړو زده کړو وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
د دې وزارتونو سرپرستان، وروسته له هغه چې حامد کرزى د دويم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو، د کانديد وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي شول؛ خو د باور رايه يې ترلاسه نه کړه او تراوسه هم د سرپرست وزيرانو په توګه دنده پرمخ وړي.
همدارنګه د سترې محکمې د درېيو غړو د دندو موده هم پاى ته رسېدلې ده او بايد د هغوى پرځاى هم د رايې اخيستلو لپاره نوي کسان ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.
ولسي جرګې په تېر يو نيم کال کې په وار وار له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل، څو ځانګړو شوو څوکيو ته کسان وروپېژني؛ خو له دې سره سره چې د ولسمشرۍ له خوا څو ځله ژمنه وشوه، تراوسه دا کار نه و پلي شوى.
ولسي جرګې په خپله مخکينۍ دوره کې د سرپرستۍ په نوم يو قانون تصويب کړ، چې پر بنسټ يې د وزير په ګډون هېڅ سرپرست له يوې مياشتې څخه زياته موده د سرپرست په توګه دنده نه شي ترسره کولى.

 

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.