ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نغلو برېښنا له لېږدېدو سربېره به د جلال اباد ٦٠ سلنه ښاريان بې برېښنا پاتې وي

author avatar
17 Feb 2012 - 10:53
author avatar
17 Feb 2012 - 10:53

جلال اباد (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې له نغلو څخه ننګرهار ته لېږدېدونکې برېښنا يواځې د جلال اباد ښار څلوېښت سلنه ستونزه هواروي او شپېته سلنه ښاريان بيا هم بې برېښنا پاتې کېږي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند، دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې په جلال اباد ښار کې ٦٥زره کورنۍ اوسېږي او که هره کورنۍ يو کيلو واټ برېښنا هم مصرف کړي، نو دغه ښار ٦٥ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، که د نغلو او ننګرهار ټوله برېښنا ووېشل شي، بيا هم د دغه ښار ٤٠ سلنه ستونزې هوارولى شي.

د برېښنا رييس وايي، چې د جلال اباد ښار د برېښنا زړه شبکه ٤ لسيزې وړاندې د ١٢ مېګاواټه برېښنا لپاره جوړه شوې وه او دغه زړه شبکه نه شي کولاى چې د درونټې او نغلو برېښنا پر خلکو سمه ووېشي.

مومند وويل، چې د جلال اباد ښار په غوچکو سيمه کې نوى جوړ شوى سب سټېشن، چې د نغلو برېښنا ورته رالېږدول کېږي، له ١٢ مېګاواټو څخه د زياتې برېـښنا لېږدولو وړتيا نه لري؛ په داسې حال کې چې د نوې پروژې د برېښنا مزي د ٨٥ مېګاواټه برېښنا لېږدولو وړتيا لري.

نوموړي زياته کړه: ((دولتي ادارې سلګونه ميليونه افغانۍ زموږ پوروړې دي، د دې پورونو په راټولولو او د نړيوالو مرستندويه ټولنو په مرستو به دې شبکې ته پراختيا ورکړو.))

د برېښنا رييس وويل چې په دې اړه يې د ننګرهار له والي، د ولايتي بيارغونې ډلې(PRT) سره ناستې درلودلې او هغوى ورسره په دې برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له نغلو څخه د برېښنا د لېږدولو کار کله بشپړېږي؟ وويل چې اوس هم د نغلو او لغمان ترمنځ د ٦٦ پايو درولو چارې د ناامنيو له امله په ټپه ولاړې دي.

مومند زياته کړه: ((دوه اونۍ وړاندې هم مخالفينو زموږ يو اسکواټور وسوځاوه او پنځه تنه کارکوونکي کې يې برمته کړل، چې د الوتکو په زور مو راپرېښودل.))

د ننګرهار د برېښنا رييس وويل چې که امنيت ټينګ شي، بيا هم د سختو غرييزو سيمو له امله يوه پايه په دوه ورځو کې لګول کېږي او دغه کار هم دوه مياشتې وخت اخلي.

نوموړي د درونټې برېښنا بند د کاسې پاکولو په اړه وويل، چې دغه کار له ٢٥ کلن ځنډ وروسته ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه چې تر دې وړاندې، د برېښنا په کاسه کې د ٣ ساعتونو لپاره د يوه ماشين چلولو په موخه اوبه زېرمه کېدې؛ خو له پاکونې وروسته دغه کچه ٢٤ ساعتونو ته لوړه او د برېښنا کچه يې هم له درېيو څخه ٦ مېګاواټه ته لوړه شوې ده.

په جلال اباد ښار د جنراتوري برېښنا توليدوونکو له خوا په لوړه بيه د برېښنا پلورلو په اړه د ننګرهار د برېښنا رييس وويل ،چې ٨١ شرکتونه په لوړه بيه برېښنا پلوري؛ خو دوى يې په مهارولو کې پاتې راغلي دي.

هغه زياته کړه: ((ځانګړى وسله وال ځواک نه لرو، ځکه دغه کار نه شو کولى.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.