ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي د سولې په پروسه کې له ګېلاني مرسته وغوښته

ولسمشر کرزي د سولې په پروسه کې له ګېلاني مرسته وغوښته

author avatar
21 Feb 2012 - 15:42
ولسمشر کرزي د سولې په پروسه کې له ګېلاني مرسته وغوښته
author avatar
21 Feb 2012 - 15:42

د پاکستان د لومړي وزير له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن (د کب ٢ مه) د پاکستان له لومړي وزير سره د ټيلېفون له لارې په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزي په پاکستان کې د خپل درى ورځني سفر پر مهال د هغوى د مېلمه پالنې او درناوي په تړاو له لومړي وزير ګيلاني څخه مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ولسمشر کرزي د سولې په پروسه کې د پاکستان رول اړين وباله او له لومړي وزير ګېلاني څخه يې وغوښتل، چې اسلام اباد بايد په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم وغځوي.

د سرچينې په خبره، د پاکستان لومړي وزير حامد کرزي ته ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلې هڅې پياوړې کړي.

تېره شپه هم ولسمشر حامد کرزي د امريکا د متحدو ايالتونو له ولسمشر باراک اوباما سره خبرې کړې وې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د کب ٢ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تيلېفوني خبرو اترو کې د امريکا ولسمشر پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي وروستى سفر په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره يو مثبت ګام وباله.

ولسمشر کرزى تېره اونۍ د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان، پاکستان او ايران د مشرانو په درې اړخېزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللى و.

په دغه سفر کې ولسمشر کرزي په درى اړخېزه غونډه کې له ګډون پرته د پاکستان له لومړي وزير سيديوسف رضا گيلاني او ولسمشر آصف علي زرداري، حکومتي چارواکو، د سياسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو په اړه بېلابېلې ناستې وکړې.

همدارنګه په هغې درى اړخېزه ګډه غونډه کې، چې افغانستان، پاکستان او ايران د مشرانو ترمنځ ترسره شوه، د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس د يو بل په کورنيو چارو کې د مداخلې په نه کولو او د يو بل خپلواکۍ ته په احترام موافقه وشوه.

د دريو واړو هېواونو ولسمشرانو، حامدکرزي، اصف علي زرداري او محمود احمدي نژاد له يادې ناستې وروسته يوه ٢٩ماده ييزه ګډه اعلاميه لاسليک کړه، چې له مخې به يې درى واړه هېوادونه د يو بل ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ته احترام ولري او د يو بل په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.