کندوز ښار (پژواک ٢ کب ٩٠): د کېنو پر پوستکي د الله (ج) د نوم څرګندېدل د ايزد متعال د وحدانيت او د اسلام د مقدس دين د حقانيت يوه بله نښه څرګندوي.
دا کېنو د کندوز د امنيه قوماندانۍ يوه منسوب محمد وزير دردمند ترلاسه کړې، چې په هغې کې د الله جل جلاله نوم په ښکاره توګه لېدل کېږي.
دردمند، چې د کندوز ښار د دريمې ناحيې اوسېدونکى دى پژواک ته وويل، چې زوى يې تېر مازديګر يوه اندازه کېنو کور ته راوړې او دوى ولېدل، چې د يوې کېنو پر پوستکي د الله جل جلاله نوم ښکاري.
هغه د خوښۍ په څرګندولو سره هغه د الله جل جلاله د رحمت نښه وبلله، چې په کېنو کې د الله جل جلا له د نوم په لېدلو سره يې د خداى جل جلا له پر حقانيت عقيده لا زياته شوې ده.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ ياد کارکوونکي زياته کړه: ((ما ياده کېنو په المارۍ کې اېښې ده، ښځې او سړي راځي او له هغې څخه ليدنه کوي او تکبير وايي.))
د سيمې يوه ٢٣کلن اوسېدونکي عارف وويل، کله مې چې په کېنو کې د الله جل جلا له نوم په وضاحت سره وليد، ډېر خوشحاله شوم او د خداى جل جلا له پر وحدانيت مې عقيده نوره هم ټينګه شوه.
دغه ځوان زياته کړه، چې يو شمېر ځوانانو سرغړونو ته مخه کړې، نو لازمه ده، چې د دا شان نښو په څرګندېدو سره له ګمراهۍ څخه را ووځي او د الهي دين د احکامو او ارشاداتو مطابق عمل وکړي.
همدارنګه، يوه ديني عالم او په کندوز کې د سلام د خصوصي پوهنتون استاد مولوي عبيدالله وويل، چې دا نښه د الهي حقانيت نښه او د اسلام د مبين دين د حقانيت څرګندويه ده.
هغه زياته کړه: ((په دې کې شک نشته چې د اسلام دين او د الله جل جلا له حقانيت پر ځاى دى او موږ مسلمانان پر دې بشپړه عقېده لرو، خو بيا هم الله جل جلا له د مسلمانانو د عقايدو د لاټينګښت لپاره د خپل دين د حقانيت نښې څرګندوي، چې دغه کار د مسلمان د عقيدې د ټينګښت لامل کېږي.))
ياد ديني عالم وويل، چې دا کېنو بايد ونه خوړل شي او په يوه پاک ځاى کې وساتل شي، څو ټول مسلمانان هغه وويني او د اسلام پرمبين دين يې عقيده نوره هم پياوړې شي.
د يادونې ده، چې له دې وړاندې د الله جل جلا له نوم په کندوز ښار کې په هندوانې او د قربانۍ د غوښې په يوه ټوټه کې هم څرګند شوى و، چې انسان يې د اياتونو او د لايزال ذات د نښو په فکر کې اچاوه.
Visits: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن