ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنټاګون هم قرانکريم ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته

پنټاګون هم قرانکريم ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته

author avatar
22 Feb 2012 - 10:58
پنټاګون هم قرانکريم ته د سپکاوي له امله بښنه وغوښته
author avatar
22 Feb 2012 - 10:58

واشنګټن (پژواک ٣ کب٩٠): د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له خوا قران کريم ته د سپکاوي له امله د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.

ځينې سرچينې وايي، چې وړمه شپه امريکايي ځواکونو د پروان د بګرام په هوايي ډګر کې د قران کريم څلور نسخې سوځولې دي، خو د ايساف قوماندان ويلي، چې د ايساف سرتېرو په بګرام کې د قرانکريم په ګدون يو شمېر نور ديني کتابونه په ناسمه توګه له منځه وړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پنيټا د بښنې د غوښتو ترڅنګ ټينګار کړى، چې دا ډول کړنې د امريکا د پوځ د نظر څرګندونه نه کوي.

 تېره ورځ په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جان الن هم له دې امله د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته او ويې ويل، چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.

د امريکا دفاع وزير د پېښې په اړه د افغان حکومت او ناټو ځواکونو د ګډې پلټنې ملاتړ کړى او ويلي يې دي، چې د پلټنې وروستى پايلې به و څېړل شي، ترڅو يې په راتلونکي کې د بيا تکرار مخه ونيول شي.

جنرال جان الن پېښه قصدي نه ده بللې، خو ده هم ويلي، چې په اړه به يې پراخې څېړنې وکړي او په راتلونکي کې به يې د تکرار مخه ونيسي.

 تېره ورځ د همدې پېښې په غبرګون کې سلګونو کسانو د کابل د څرخې پله په سيمه او د پروان ولايت اړوند د بګرام د هوايي ډګر مخې ته لاريونونه وکړل او ويل يې، چې قران کريم ته د سپکاوي عاملين دې مجازات شي.

دغه راز لاريون کوونکو له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

ويل کېږي چې په دغو لاريونونو کې يو شمېر کسان ټپي شوي هم دي، خو رسمي سرچينې يې نه تاييدوي.

نن سهار هم له همدې امله په کابل او ننګرهار کې لاريونونه پيل شوي دي.

د افغانستان دولت هم په بګرام کې د يادې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى دى.

تېر کال هم د يوه امريکايي کشيش له خوا په امريکا کې د قران کريم د نسخې د سوځولو په اعتراض کې په افغانستان کې پراخ لاريونونه شوي وو.

په دغو لاريونونو کې تر لسو ډېر کسان و وژل شول او په لسګونو نور تپيان شوي وو.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.