ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني پوهان: لاريونو کې عامه او د خلکو شتمنيو ته زيان اړول ناروا ده

author avatar
23 Feb 2012 - 16:06
author avatar
23 Feb 2012 - 16:06

کابل (پژواک ٤ کب٩٠): ديني پوهان مقدساتو ته د سپکاوي په غبرګون کې د لاريونونو له لارې اواز پورته کول د خلکو حق بولي، خو وايي، چې په لاريون کې عامه او د خلکو شتمنيو ته زيان اړول ناروا دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په بګرام اډې کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو په اعتراض له تېرو دريو ورځو راهيسې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه روان دي.

د رسمي سرچينو د معلوماتو له مخې، د تېرې ورځې په لاريونونو کې ٧ لاريون کوونکي و وژل شول او د دريو پوليسو په ګډون ٣٠ نور ټپيان شول.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ لاريون کوونکو په جلال اباد کې د دوکانونو ښيښې ماتې کړې او پر لارو يې د ملکي خلکو موټر هم پر کاڼو و وېشتل.

په کابل کې هم ځينو لاريون کوونکو د ترافيکو او امنيتي پوستو غرفې ويجاړې کړې او د ځينو شخصي وسايطو د ښيښو ماتولو ترڅنګ يې ان پر خبريالانو هم کاڼي وار کړل.

د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد عبدالناصر نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل، هر مسلمان دنده لري چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په اعتراض د غونډو او يا هم د لاريونونو له لارې خپل اواز پورته کړي.

نصرت وويل، چې که څه هم خلک د افغانستان د اساسي قانون له مخې د سوله ييزو لاريونو حق لري، خو په لاريونونو کې تاوتريخوالي ته لمن وهل، د خلکو او عامه شتمنيو ته ضرر رسول د اسلامي شريعت له مخې ناروا عمل دى.

هغه په لاريونو کې تاوتريخوالي ته لمن وهل، عامه او د خلکو شتمنيو ته زيان اړول د ناپوهو کسانو کار بولي، چې د ده په وينا، دولت يې بايد داسې مخنيوى وکړي، چې نورو کسانو ته په کې زيان ونه رسېږي.

نصرت زياته کړه: ((افغانانو تل له احساساتو کار اخيستى او احساسات درست نه واقع کېږي، مسئله چې په عقل او منطق سره مطرح نه شي، نو د هغې نتايج او لاسته راوړنې ډېرې نامعقولې وي، دا د افسوس ځاى دى، چې افغانانو تل دا نقطه له لاسه ورکړې ده، چې هميشه د دوى د زحمتونو نتيجې په شکل د اشکالو سره اغوا شوې دي))

هغه همداراز په لاريونونو کې د فرصت طلبه کسانو شتون هم د دې لامل وباله، چې د خلکو مالونه لوټ او يا هم د خلکو او عامه شتمنيو ته زيان واوړي، خو زياته يې کړه، چې مسلمان ځوانان بايد د دا ډول کسانو شومې موخې وپېژني او مخنيوي يې وکړي.

نصرت زياته کړه: ((بعضې مکرجن خلک هم موږ په دغه ملت کې لرو، چې هغوى هميشه د غلا، ځورولو او د شتمنيو لوټولو لپاره په شکل د اشکالو له دغسې فرصتونو څخه سو استفاده کوي.))

حکومتي سرچينې وايي، چې په لاريونو کې هغه مهال تاوتريخوالي رامنځته شوو، چې لاريون کوونکي پر دولتي ودانيو ورغلل او له امنيتي ځواکونو سره يې په نښتو پيل وکړ.

نصرت د لاريون کوونکو له خوا پر امنيتي ځواکونو بريد ناسم کار بولي او وايي، چې بايد ترې ډډه وکړي.

خو دى وايي، د دې لپاره، چې د دغه شان لاريونونو اړتيا رامنځته نه شي، نو د افغانستان حکومت دنده لري، له بهرنيو ځواکونو په کلکه وغواړي، چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوى ونه کړي.

ده د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د سوځولو عمل وغانده او ويې ويل، چې بهرنيان بايد د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې ونه کړي او په راتلونکي کې له دا ډول کړنو ډډه وکړي.

د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي بل استاد نورالعباد وايي، چې د اسلامي اساساتو له مخې د هرچا مال او ځان او عزت محفوظ دى او همداراز د ملي شتمنيو ساتنه د هر مسلمان دنده ده.

دى هم په مظاهرو کې د نورو پر حقونو تيرى د ناپوهه او فرصت طلبه کسانو کار او ناروا عمل بولي.

نورالعباد د بهرنيو ځواکونو له خوا اسلامي مقدساتو ته سپکاوى د هغوى کمزوري بولي او غندنه يې کوي، خو وايي، چې مسلمانان بايد په داسې ډول خپل اعتراض څرګند کړي، چې خلکو ته په کې د سر يا هم مال زيان ونه رسېږي.

ده هم وويل، چې دولت دنده لري اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي مخه ونيسي، ترڅو له يوې خوا د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې ونه شي او له بلې خوا د تاوتريخوالي لامل نه شي؛ ځکه چې تاوتريخوالى د مالي او ځاني زيانونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

وسلوالو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د شريعت له مخې د مسلمان د سر او مال ساتنه د هر مسلمان مسووليت او تلف کول يې حرام دي او مظاهره کوونکي بايد د ولسي خلکو له شتمنيو انتقام وانه خلي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جان الن او د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا، د افغانستان له دولت او خلکو بښنه غوښتې او د قران کريم د سوځولو د پېښې د پلټنو ژمنې يې کړې دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.