د مقر امنيه قوماندان ضياءالله پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار (د کب٦مه) په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو په قرارګاه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، دوى ته د را رسېدلو راپورونو له مخې، ياد ريموټ کنټرول ماين تېر ماښام د ملي اردو د ځواکونو له لوري د بوم درې په سيمه کې کشف او بيا قرارګاه ته وړل شوى و.
سرچينې څرګنده کړه، د ملي اردو ځواکونو په دې ګومان، چې ياد ماين شنډ شوى، هغه يې قرارګاه ته راوړ، خو نن له قرارګاه څخه د باندې د ريموټ کنټرول په واسطه وچاودېد.
د ضياء الله د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې څلور سرتېري وژل شوي او ١١نور ټپيان دي.
د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابري هم د ملي اردو په قرارګاه کې د چاودنې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دغه ماين له لرې کنټرولېده.
هغه د يادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له پژواک سره د يوې اړيکې په ترڅ د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده او زياته يې کړه، چې تر اوسه دوى ته کوم راپور نه دى ورغلى.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن