ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندى اومېش پټوال د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکى وټاکل شو

هندى اومېش پټوال د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکى وټاکل شو

author avatar
26 Feb 2012 - 16:12
هندى اومېش پټوال د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکى وټاکل شو
author avatar
26 Feb 2012 - 16:12

کابل (پژواک ٧ کب ٩٠): د افغانستان کرکټ بورډ د شل اووريز نړيوالو سياليو لپاره د امېش پټوال په نوم يو هندى د بيټينګ يا توپ وهونکي روزونکي په توګه ټاکلى دى.

 

اومېش پټوال اوسمهال په هند کې د ګلوبل په نوم د کرکټ ښوونځى لري او د امتحاني دورې لپاره د ۲۰۱۲ کال نړيوالو شل اوريزو سيالو په ټاکنيز پړاو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوى دى.

 

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش وايي، چې اومېش پټوال يو پياوړی، تکړه او با تجربه روزونکی دى او د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې به له ملي لوبډلې سره د لنډمهال روزونګي په توګه دنده ترسره کړي.

 

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سيالۍ دوه اونۍ وروسته د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پيل شي.

 

نسيم الله دانش د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که د اماراتو په سياليو کې پټوال ملي لوبغاړو ته ښه روزونه ورکړي او ښې لاسته راوړنې ولري، نو د افغانستان لپاره به د دايمي روزونکي په توګه وټاکل شي.

 

دى وايي، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان ملي لوبغاړو په هندوستان کې د پټوال په اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کړې، چې ګټور ثابت شوي دي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو څانګې مدير بشير ستانکزی وايي، چې اومېش پټوال تر دې وړاندې هم د ملي لوبدلې توپ وهونکي روزلي او کړنې يې د ستاينې وړ دي.

 

ستانکزي پژواک ته وويل، چې پټوال په ۲۰۱۰ کال کې تر نړيوالو شل اوريزو سياليو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان درى توپ وهونکي اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ او سميع الله شنواری وروزل.

 

د هغه په وينا، د پټوال د لاسته راوړنو يوه بله ښه بېلګه د انګلستان کرکټ لوبډلې د کپتان اينډرو سټروس په ګډون ډېرو لوبغاړو ته د توپ وهنې (بيټنګ) په برخه کې روزنه ورکول دي، چې اوس هغوى په نړيوالو سياليو کې ښه ځليدلي دي.

 

د يادونې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د کبير خان په نوم د کوزې پښتونخوا يو پخوانى لوبغاړى د ملي لوبډلې روزونکي په توګه ټاکلى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.