ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واشنګټن ته د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سفر وځنډېد

واشنګټن ته د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سفر وځنډېد

author avatar
27 Feb 2012 - 11:34
واشنګټن ته د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سفر وځنډېد
author avatar
27 Feb 2012 - 11:34

واشنګټن-کابل (پژواک ٨ کب ٩٠): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو واشنګټن ته خپل سفر لغوه کړى دى.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې دغه سفر لغوه نه، بلکې ځنډول شوى دى.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج لېټل تېره شپه په يوه خبري غونډه کې وويل، ټاکل شوې وه، چې په روانه اونۍ (د کب ١١مه) کې د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي واشنګټن ته سفر وکړي.

د هغه په وينا، د دغه سفر پر مهال به افغان وزيرانو د امريکا د دفاع وزير ليونت پنيټا او نورو پوځي چارواکو سره د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه خبرې کولې.

خو جارج لټل وويل، چې ياد وزيران له نورو لوړ پوړو افغان پوځي او دولتي چارواکو او ديني علماوو سره په ګډه په دې مشورو بوخت دي، څو په افغانستان کې د لاريونونو له امله د رامنځته شوي تاوتريخوالي مخه ونيسي او د ايساف د سرتېرو او مامورينو امنيت خوندي کړي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي، چې د دفاع وزير ليون پنيټا په کابل کې د افغان وزيرانو د شتون له اهميت څخه خبر دى او هيله من دى، چې په نږدې راتلونکي کې د دغو افغان وزيرانو کوربه و اوسي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکا ته د جنرال عبدالرحيم وردګ سفر لغوه نه، بلکې ځنډول شوى دى.

خو نوموړي د دغه ځنډ لامل په ګوته نه کړ.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې د افغانستان په کورنيو چارو وزارت کې د يوه تن له خوا دوه امريکايي لوړ پوړي پوځي سلاکاران و وژل شول.

که څه هم په لومړيو کې په دې پېښه کې لاس لرونکى معلوم نه و، خو پرون د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې د دغه وزارت يو کارکوونکى په دې پېښه کې تورن پېژندل شوى او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.